جيا چينګ لين د چين د ولسي سياسي کنفرانس د ملي کميټې د کلنۍ نوبتی غونډې د غير ګونديز شخصيتونو د ټولنې د استازيو د يوې ډلې په مباحثه کې ګډون وکړ
د چين د نړيوالې راډيو د خبر له مخی د چين د کمونست ګوند د مرکزي کميټې د سياسي بيورو د دايمی کميټې غړي او د چين د ولسي سياسي کنفرانس د ملي کميټې مشر جيا چينګ لين د مارچ په ٦ نېټه د ولسي سياسي کنفرانس د ملي کميټې د کلنۍ نوبتی غونډې د غير ګونديز شخصيتونو د ټولنې د استازيو د يوې ډلې په مباحثه کې ګډون وکړ.
د ټولو استازيو د خبرو له اورېدلو وروسته ښاغلي جيا چينګ لين دی ته اشاره کړې چې غير ګونديز شخصيتونه د وطن دوستي او متحدې جبهې يوه مهمه برخه ده او د چين په ساسي ژوند کې يو مهم ځواک هم دی . دغه شخصيتونه بايد په نوي کال کې د اقتصاد د ثابت او نسبتأ چټک پرمختګ او د ټولنيزې هوساينې او ثبات د پرمخبيولو په هکله خپل وړانديزونه وکړي.