د هانکانګ او مکاو خبري رسنيو د حکومتی کاری راپور لوړه ارزونه وکړه

cri     (GMT+08:00) 2009-03-06 20:11:32

د سين هوااژانس د خبر له مخې: هغه حکومتی کاری راپور چې د چين صدراعظم وين جيا باو لخوا د مارچ په پنځمه نيټه د يوولسم ملی ولسی کانګرس د دوهمې غونډې په پرانيستونکو مراسمو کې واورول شو، په هانکانګ او مکاو کې زياتې پاملرنې راجلب کړي دي. د هانکانګ او مکاو خبري رسنيو د روانې مياشتې په شپږمه نيټه د دغه راپور په هکله د خبرونو او تبصرو په خپرولو سره دا نظر څرګند کړل چې دغه راپور له واقيعتونو سره سمون لري، پکې علمی تدبيرونه او پريکړی ښودل کېږي او د پلی کيدو وړ دی ، د وګړيو باور هڅوي او له بحران سره د مقابلی لپاره د مرکزی حکومت ټينګ هوډ او باور څرګندوي.

د هانکانګ د داګونګ ورځپاڼې د يوې تبصرې خپرولو په ترڅ کې وويل حکومتی کاری راپور پر دې ټينګار کړی چې بايد د اقتصادی جوړښت تنظيم شي، د پرمختګ سويه لوړه شي او د اصلاحاتو کارونه پياوړی شي.

اړوند خبرونه او مضمونونه
تبصرې
خبرونه او پروګرامونه په غږ کې
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved.
16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040