د حکومتی کاری راپور په اړه سنجش واقعی ديموکراتيک عمل دی
د چين د نړيوالې راډيو د خبر له مخې: د چين د دولتی شورا صدراعظم وين جيا باو د مارچ په شپږمه نيټه وويل هر کال د ملی ولسی کانګرس په غونډه کې د حکومتی کاری راپور په اړه سنجش نه يوازی ظاهری بلکی واقعی ديموکراتيک عمل دی.
ښاغلي وين جيا باو د دغه راپور په هکله د ملی ولسی کانګرس د ګان سو ولايت د استازيو په سنجش کې د ګډون په وخت کې وويل بايد په جدی توګه د هر استازي وړانديزونه واورو چې په راپور کې وړاندی شوی دندې او تدبيرونه د ټولو وګړيو اراده او شعوری عمليات وګرځي او د ستونزو ماتی کولو لپاره د خلکو باور ټينګ کړی.
صدراعظم وين جيا باو زياته کړه چې د پولی بحران سره د مقابلی په ترڅ کې بايد د اقتصاد پرمختيا او د خلکو ژوند ښه والی چارو ته ګډې پاملرنې وشي.