د لي چانګ چون او شي جين پينګ په شمول ځينو مشرانو د چين د ملی ولسی کانګرس د کلنۍ غونډې په ډله ايز سنجش کې ګډون وکړ

cri     (GMT+08:00) 2009-03-06 20:20:06

د چين د نړيوالې راډيو د خبر له مخې: د چين مشرانو لي چانګ چون، شي جين پينګ، لي که چيانګ، هه ګو چيانګ او جو يونګ کانګ په جلا جلا توګه د چين د ملی ولسی کانګرس د کلنۍ غونډې په ډله ايز سنجش کې ګډون وکړ.

د چين د کمونست ګوند د مرکزی کميټی د سياسی بيورو د دايمی کميټی غړي لي چانګ چون د جی لين ولايت د پلاوی په سنجش کې د ګډون په وخت کې وويل اوس د اقتصاد د ثابت او نسبتأ چټک پرمختيا په اړه د مرکزی حکومت يو لړ تدبيرونه د کلتور د پرمختګ لپاره نور زيات فرصتونه برابروي او د کلتور پرمختګ وخت رسيدلی دی.

د چين د دولت رئيس مرستيال شي جين پينګ د فو جيان ولايت د پلاوي په سنجش کې پر دې خبره ټينګار وکړ چې د اقتصاد پرمختيا د موخې پلی کولو په ترڅ کې بايد په عمده توګه کورنۍ اړتياوې پراخی شي او بهرنۍ اړتياوې ثابت شي، د اقتصاد جوړښت تنظيمولو چارې پياوړی شي او د تصديو جوړولو او ګمارنې له چارو سره مرستې وشي، اوسنی کارونه په ښه توګه تر سره شي او راتلونکی پلانونه جوړ شي چې په واقعی توګه د اقتصاد د پياوړتيا ساتنې، د خلکو ژوندد ضمانت او د ثبات ساتنې غوښتنې پلی شي.

د چين د دولتی شورا د صدراعظم مرستيال لي که چيانګ، د چين د کمونست ګوند د مرکزی کميټی د سياسی بيورو د دايمی کميټی غړيو هه ګو چيانګ او جونګ يونګ کانګ هم په جلا جلا توګه د لياو نينګ، هو نان او هې لونګ جيانګ د پلاويو په سنجشونو کې برخه واخيستل.

اړوند خبرونه او مضمونونه
تبصرې
خبرونه او پروګرامونه په غږ کې
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved.
16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040