د چين د بهرنيو چارو وزير د خبريالانو پوښتنو ته ځوابونه ورکړل
د چين د يوولسم ملی ولسی کانګرس دوهمې عمومی غونډې د روانې مياشتې په٧ نيټه سهار په بيجينګ کې يوه خبری ناسته ترسره کړه چې په کې د بهرنيوچارو وزير يانګ جی چه د چين د دېپلوماتيکو تګلارو او بهرنيو اړيکو په اړه د چينی او بهرنيو خبريالانو پوښتنو ته ځوابونه ورکړل.
وزير يانګ په تير کال کې په دېپلوماتيکه ساحه کې د چين د برياليتوبونو يادونه وکړه او په عمده توګه يی په روان کال کې د چين د دېپلوماسۍ په څلورو مهمو ټکو کې رڼا اچولې ده. هغه د اوسنی نړيوال پولی بحران په اړه وويل چې چين غواړی له بېلابېلو هيوادونو سره يو ځای په ګډه له دی بحران سره مقابله وکړي.
يانګ جی چه د چين او امريکا ترمنځ د اړيکو په اړه وويل چې د امريکا له نوی حکومت سره د چين د اړيکو پيل ښه دی او چين غواړي له امريکا سره په ګډه د خپلمنځی اړيکو د ښه والی لپاره کوشش وکړي. د چين او فرانسې ترمنځ د ستونزې په اړه ښاغلی يانګ وويل چې د اړوندو ستونزو لامل له چين سره تړاو نه لري. هغه هيله څرګنده کړه چې فرانسه د چين کليدی ګټو ته مثبت او فعال چلند ونيسی. هغه خپل ځان د دغو اړيکو د ليری پرمختګ په اړه باور لري.