له نړيوال پولي بحران سره د مقابلې لپاره د چين له ديپلوماتيکو تدبيرونو څخه خپل باور او مسؤليت څرګندېږي

cri     (GMT+08:00) 2009-03-07 17:52:03

د چين د يوولسمی دورې د ملی ولسی کانګريس د دوهمې عمومی غونډې يوه خبري ناسته د روانې مياشتې په اوومه نېټه تر سره شوه. د چين د بهرنيو چارو وزير يانګ جه چي د چين د ديپلوماتيکو تګلارو او بهرنيو اړيکيو په اړه د خبريالانوپښتنو ته ځوابونه ورکړل. له تېر کال راهيسې نړيوال پولي بحران د نړۍ په بېلا بېلو ځايونو کې خپور شوی دی. که څه هم دغه بحران پر چين مستقيمې اغېزې نه دي کړي، خو د چين اقتصادي پرمختګ لا د نړيوالو پاملرنې راجلب کړې دي. تېر کال د چين اقتصاد نړيوال اقتصادي پرمختګ ته ډېر خدمتونه تر سره کړل. چين به په دغو اقتصادي حالاتو کې له نړيوال پولي بحران سره د مقابلې لپاره د ديپلوماتيکو کارونو په برخه کې څه تدبيرونه ونيسي؟ د چين صدراعظم ون جيا باو د حکومت د سږنی کاری راپور د اورولو په ترڅ کې دغې پوښتنې ته ځواب ورکړ: چين به د نړۍ له بېلا بېلو هېوادنو سره دوستي پياوړې کړي چې د خپل کورنی اقتصاد ثابت او چټګ نسبتأ پرمختګ ته يو ګټور چاپيريال برابر کړي. ده وويل د چين حکومت او وګړي هيله لري چې د بېلا بېلو هېوادونو له حکومتونو او وګړيو سره يو ځای په ګډه له بحرانونو او ننګونو سره مقابلې وکړي او د پرمختګ له فرصتونو څخه ګټې واخلي.

موږ به په پرله پسې توګه له بېلا بېلو خواوو سره همکاري پياوړې کړو، د نړيوال پولي بحران د خپرېدو د مخنيوي او د نړيوال پولي سيستم د اصلاحاتو د پرمخ بيونې لپاره ګډې هڅې وکړو.

د چين د بهرنيو چارو وزير يانګ جه چي په ياده شوې خبري غونډه کې وويل سږ کال به د چين ديپلوماتيک کارونه د يوې عمده کرښې او دوو لويو کارونو پر بنسټ تر سره شي. ده وويل

يوه عمده کرښه دا چې ټول کارونه به د کورنی اقتصاد ثابت او نسبتأ چټک پرمختګ ته خدمتونه وکړي. دوه لوی کارونه دا دي: لومړی بايد په فعاله توګه له نړيوال پولي بحران سره مقابله وشي. دوهم بايد په لويو نړيوالو څو اړخيزو غونډو او فعاليتونو کې د چين د مشرانو د ګډون لپاره ښه تياری ونيول شي. د بېلګې په توګه ، موږ به په لندن کې د پولي چارو په هغه سرمشريزه غونډه کې چې ژر به تر سره شي، ګډون وکړو او د دې لپاره هڅه وکړو چې نړيوال نظام پر عادلانه او سالم لور پرمختګ وکړي.

د ياد شوی کانګريس د استازيو په أند د چين د اصلاحاتو او ورخلاصون له دېرشو کلونو راهيسې د چين د ديپلوماتيکو چارو يوه عمومی موخه د اقتصاد پرمختګ ته د ښه بهرنی چاپيريال او د ټولنې د عصرې کېدو سالم تر سره کولو ته د ضمانت برابرول دي. د دغه کانګرس و د بېجينګ پوهنتون د نړيوالو اړيکيو پوهنځۍ پروفيسر ښاغلي لي يي هو وويل

موږ بايد له نړيوال پولي بحران سره د مقابلې لپاره د نړۍ له عمده اقتصادي هېوادونو او ټولنو سره خبرې اترې او همکاري پياوړې کړي. په بله ژبه چين بايد له امريکا، اروپايي ټولنې، جاپان، روسيې، کوريا جمهوريت او د جنوب ختيځې أسيا د هېوادونو له ټولنې سره خبرې اترې او د نظريو تبادلې وکړي. بر سېره پردې د همکارۍ په اړه يو شمېر تدبيرونه هم لازم دي. زما په أند دا د چين د ديپلوماتيکو چارو يوه مهمه دنده ده.

د چين ديپلوماتيکو فعاليتونو هم د نړيوالې ټولنې ستاينه او ملاتړ تر لاسه کړی دی. په چين کې د پاکستان د سفارت مستشار خليل هاشمي وويل چين نه يوازی په خپله له نړيوال پولي بحران سره مقابله کولای شي، بلکې د نورو هېوادونو د لارښوونې رول هم ولوبولی دی.

موږ هيله او باور لرو چې چين له نړيوال پولي بحران سره په مقابله کې او د نړيوال اقتصادي نظام په اصلاحاتو کې خپل مهم رول ولوبوي.پر همدی مهال، په نړۍ کې بې وزليتوب د نړيوال پولي بحران له امله په پرله پسې توګه خپرېږي. نو موږ هيله لرو چې چين د بې وزليتوب د کمولو او له بی وزلو خلکو سره د مرستې لپاره خپلو کوششونو ته دوام ورکړي.

اړوند خبرونه او مضمونونه
تبصرې
خبرونه او پروګرامونه په غږ کې
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved.
16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040