د دالای لاما ډلې خبرې او کړه وړه بيخی يوشان نه دي
د چين د تبت د خپلواکې سيمې مشر شيانګ باپينګ څو د روانې مياشتې په ٦ نيټه چينی او بهرنيو خبريالانو ته وويل چې نړيوال بايد نه يوازی په بهر کې د دالای لاما خبرو بلکې د ده کړووړو ته پاملرنه وکړي او د ده د ظاهری خبرو له خوا ونه غوليږی . د تبت خپلواکې سيمې حکومت څوځله له دالای لاما سره تماس نيولی او په خپله يی داسی تجربې ترلاسه کړې چې د دالای لاما او د ده د ډلې خبرې او د خبرو ترشا واقعيتونه بيخی يو شان نه دي. هغه وويل چې د دالای لاما له خوا وړاندی شوی د تش په نامه لويه تبتی سيمه او لوړپوړی خپلواکی په حقيقت کې يو ډول غيرمستقيم بېلتون دی او موخه يی په څو قدمونو سره له چين څخه د تبت جلا کول دي چې دا نه يوازی تاريخی بنسټ او واقعی نيت نه لري بلکې تبتی وګړی همداسی غوښتنه او هيله هم نه لري.