د اټکل له مخې به روان کال د چين د کورنيو توليداتو عمومي اندازه ٨ سلنه زياته شي
cri (GMT+08:00) 2009-03-07 21:14:26
د چين د نړيوالې راډيو د خبر له مخې: د چين صدراعظم ون جيا باو د مارچ په ٥ نېټه په بېجينګ کې وويل د اټکل له مخې به روان کال د چين د کورنيو توليداتو عمومی اندازه ٨ سلنه او د اوسېدونکو مصرفی بيه ٤ سلنه زياته شي.
صدراعظم ون جيا باو پر دی ټينګار وکړ چې نوموړی موخه د پرمختګ له اړتيا او امکان سره سم جوړه شوی ده. چين يو زر او دری سوه مليونه تنه وګړي لري چې په ښارونو او کليوالو سيمو کې د استخدام د پراخوالی ، د اوسېدونکو عايداتو د زياتوالی او د ټولنيز ثبات د ساتنې لپاره بايد تر يوې اندازې پوری د اقتصاد د پرمختګ سرعت وساتي .