د چين د ملي ولسي کانګرس دايمي کميټې د خوراکونو امنيت ته ډېره پاملرنه کړی

cri     (GMT+08:00) 2009-03-09 11:12:02

د چين د نړيوالې راډيو د خبر له مخې: د چين د ملي ولسي کانګرس د دايمي کميټې رئيس وو بانګ ګوه د مارچ په ٩ نېټه د ملي ولسي کانګرس استازيو ته په خپل کاري راپور کې وويل د خوراکونو امنيت د خلکو له روغتيا او ژوند سره نژدی اړيکی لري چې د ملي ولسي کانګرس استازي او بېلا بېلې ټولنې دغې مسئلې ته زياته پاملرنه کوي.

د خوراکونو د امنيت قانون د جوړېدو په بهير کې د سان لو د پودری شيدو په ګډون د خوراکونو د امنيت په اړه يو لړ لويې پېښې رامنځته شوی ، نو د ملي ولسي کانګرس دايمي کميټې د پراخو څېړنو پر بنسټ د نوموړی قانون مسوده اصلاح کړی ده. د بېلګې په توګه د خوراکونو امنيت د اداری کارونو د پياوړتيا لپاره په دغه مسوده کې ټاکل شوی چې اړوندې اداری څانګې د خپلو دندو او واکونو له مخې په جلا جلا توګه د خوراکونو امنيت اداره وکړي . بر سيره پر دی، دولتی شورا به د خوراکونو د امنيت يوه کميټه هم جوړه کړي.

اړوند خبرونه او مضمونونه
تبصرې
خبرونه او پروګرامونه په غږ کې
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved.
16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040