د چين د ملي ولسي کانګرس دايمی کميټې په علمي ميتود او له ديموکراتيکو لارو چارو د قوانينو د جوړولو لپاره هڅه کړې ده
د چين د نړيوالې راډيو د خبر له مخی د چين د ملي ولسي کانګرس د دايمي کميټې مشر وو بانګ ګوو د مارچ په ٩ نېټه د دغه کانګرس استازيو ته د کاري راپور د وړاندی کولو په ترڅ کې وويل چې دايمی کميټې د تېر کال په قانون جوړونکي بهير کې په علمي ميتود او له ديموکراتيکو لارو چارو د قوانينو د جوړولو او د قوانينو جوړولو په بهير کې د لازياتو خلکو د منظم ګډون لپاره هڅه کړې ده.
نوموړي وويل چې د روانې دورې د دايمی کميټې د مشرې غونډې له پرېکړې سره سم د قوانينو هغې ټولې مسودې چې د دغې کميټې تر غور لاندی نيول کيږي ، په اصلی توګه د چين د ملي ولسي کانګرس په ويب پاڼه کې خپريږي او د مهمو قوانينو مسودې بايد په عمده خبري اژانسونو کې خپرې شي او د دی په هکله اړوند وړانديزونه راغونډ شي چې د دغو مسودو د خپرولو کارونه عادی شي.