د چين ملي ولسی ګانګريس به سږ کال د ټولنيز قانونو د جوړولو کار پياوړي کړي
د چين د نړيوالې راډيو د خبر له مخې،د چين د ملي ولسي ګانګريس د دايمي کميټې مشر وو بان ګوه د روانې مياشتې په نهمه نېټه د نوموړې کميټې د کارونو په راپور کې وويل د سږ کال هغو مهمو قانونو د جوړول او صحيح کول چې د چين د قانونو په سيستم کې ستر اهميت لري،د قانونو جوړولو د کارونو لپاره ډير مهم دي.اړوندې څانګې بايد د ټولنيزو قانونونو د جوړولو کار پياوړي او په پر له پسې توګه اقتصادي،سياسي او کلتوري قانونو بشپړ کړي.
وو بان ګوه زياته کړه چې د چيني ځانګړتيا لرونکی سوسياليستی قانونی سيستم د رامنځته کيدو او بشپړيدو په بهير کې دې د لوېديځو هيوادونو قانونی سيستم و نه کارول شي.د چين قانونی سيستم بايد د چين د عينی حالاتو د پرمختګونو او بدلونونو له مخې ښه والی ومومي.