د چين د دوديزو مهارتونو د پرمختګ لار

cri     (GMT+08:00) 2009-03-09 17:51:50

ګرانو اورېدونکو، د هنر او کلتور پروګرام په نننۍ کړۍ کې به تاسو ته د چين د دوديزو مهارتونو د ساتنې په اړه ځينی معلومات وړاندی کړو. په وروستيو ورځو کې په بېجينګ کې يو لوی نندارتون پای ته ورسېد چې په کې د چين څه د پاسه سل دوديز مهارتونه ننداری ته وړاندی شوي وو. د ننداری په دوو اوونيو کې څه نا څه دوه سوه زره تنو نندارچيانو له دې څخه ليدنې وکړی او زيات شمېر نندارچيانو ډول ډول دوديز لاسي شيان واخيستل. اوس د دوديزو مهارتونو ساتل او استعمال د چيني پوهانو، سوداګرانو او وګړيو د پاملرنې وړ موضوعات دي.

د چين د کلتور وزارت او د تاريخي کلتوري اثارو اداری په ګډون د څو څانګو له خوا جوړ شوی د چين د نامادي کلتوري ميراثونو د دوديزو مهارتونو نندارتون د چين د ولسي جمهوريت د جوړېدو له ٦٠ کلونو راهيسی لومړنۍ لوی دوديز هنري نندارتون و چې په کې څه د پاسه زر تنو لاسي صنعتګرانو او کسبګرانو د چين په بېلا بېلو ځايونو کې دوديز مهارتونه نندارچيانو ته وړاندې کړل .

طرح کوونکې مېرمن وو شو جي د هغو نخي ټوکرانو د موندلوهيله درلوده چې هم دوديزې او هم فيشن جامې ګنډلی شي ، ښه خبره دا ده چې د نندارتون په موده کې يې دغه ځانګړي نخي ټوکران موندلی دي چې د هه بې ولايت د وي په ولسوالی کې د يوې کوچنۍ فابريکې لخوا توليديږي .دې وويل ( أواز ١ )

زما کالي پخپله طرحه جوړيږي . اوس زيات وګړي پومبه يی کالي خوښوي ځکه چې د نخي ټوکرانو توليدولو په وخت کې چاپيريال ته هيڅ ککړتيا نه رسيږي .

زما په اند د ټوکرانو توليدولو فن او تخنيک غوره دی ، خو طرح شوی تصويرونه د کاليو جوړولو سره سمون نه لري .

د وی ولسوالۍ د دغې فابريکې خاوند ښاغلي ګوه سمدلاسه د دغه غوره فرصت په وخت کې ژمنه وکړه چې له طرح کوونکو سره همکاری وکړي . د ښاغلي ګوه په وينا دده په فابريکه کې درې سوه ماشينونه شته او دوه سوه کارکوونکي پکې په دوديزو ماشينونو کار کوي او د مشتريانو غوښتنې پوره کولی شی . ده وويل ( أواز ٢ )

هغه څه چې ستاسي خوښ وی ، موږ يې په دغو ماشينونو کې توليدولی شو.

د چين په مرکزي شان شي ولايت کې يوه کوچنۍ ولسوالۍ شته چې لي نوميږي او بزګران يې د ټوکري څخه د پړانګانو د لانځکو په جوړولو کې ډير تکړه دي ځکه چې دغه فن لرغوني تاريخ لری . نن ورځ د دغه ډول ټوکري پړانګانو لانځکی د نجونو د خوب په کوټه کې د ملا لاندي او يا د چوکۍ دننه د سر د بالښت په توګه ترينه کار اخيستل کېږي.

اوس په ښارونو کې زيات شمېر وګړي د فشارونو د کمولو لپاره کوښښ کوي چې د چين د دوديزو مهارتونو د بيارغونې لپاره بازار برابر کړي . د چين د نامادي کلتوري ميراثونو د ساتنې په اړه د کاري پوهانو کميټې غړی جو پی چو وويل

( أواز ٣ )

د ټولنې د پرمختګ له امله وګړي ورځ په ورځ د طبيعی توکيو له جوړ شويو لاسي شيانو سره مينه لري چې د خلکو هوښياری او اختراعی توان څرګندوي. دوديز مهارتونه ورځ په ورځ د وګړيو خوښيږي.

له سلو کلونو راهيسی د چين په چينګ های ولايت کې د تبت قوم په ژه ګونګ خپلواکې سيمې کې د تانګ کا په نامه د بودايی انځور د کښلو هنر ډېر مشهور دی. نن ورځ دغه سيمه په چين کې د تانګ کا د جوړولو يوه لومړنۍ لويه اډه ګرځېدلې ده.

د چينګ های ولايت د هوانګ نان د تبت قوم خپلواکې سيمې د تانګ کا د سيمه ايزو او دوديزو ځانګړتياوو د ساتنې لپاره يو لړ تدبيرونه نيسي . ددغې سيمې مرستيال وانګ هوا پينګ وويل ( أواز ٤ )

لومړۍ ، موږ د تانګ کا د جوړولو لپاره يو ځايي معيار جوړ کړی او د تانګ کا د توليدي بهير لپاره مو زياتې غوښتنې وړاندی کړی دی. دوهم، موږ د ژه ګونګ هنري ټولنه جوړه کړی چې هنرمندانو ته خدمتونه برابر کړو، درېيم ، موږ هم د تانګ کا کيفيت د لوړتيا لپاره د ارزښت ټاکلو مرکز او د تانګ کا په اړه ويب پاڼې جوړ کړی دی.

اړوند خبرونه او مضمونونه
تبصرې
خبرونه او پروګرامونه په غږ کې
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved.
16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040