ملی ولسی کانګرس به د سترې پانګونې څارنه پياوړی کړي

cri     (GMT+08:00) 2009-03-09 19:16:14

د چين د ملی ولسی کانګرس د ماليې او اقتصاد کميټې مرستيال ګاو چيانګ د روانې

مياشتې په ٩ نيټه په بيجينګ کې څرګنده کړه چې ملی ولسی کانګرس به د څلورو زرو ملياردو يوانو په ارزښت د هغې پانګونې د کارولو څارنه پياوړی کړي چې د چين حکومت په تير کال کې د اقتصاد د هڅولو لپاره وړاندی کړی دی.

نوموړي په همدې ورځ په يوه خبری ناسته کې وويل چې د اقتصادی پرمختګ د هڅونې لپاره څلور زره مليارد يوانه پانګونه د خلکو د ډيرې پاملرنې وړ يوه مسئله ده. د دغو پانګونو د کارونې څارنه د ملی ولسی کانګرس د کارونو يو مهم ټکی هم دی.

اړوند خبرونه او مضمونونه
تبصرې
خبرونه او پروګرامونه په غږ کې
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved.
16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040