هوجين تاو وايی تبت بايد د پرمختګ او ثبات ټينګار وکړي
د روانې مياشتې په ٩ نيټه د چين د دولت رئيس هوجين تاو د ملی ولسی کانګرس د کلنې غونډې په موده کې د تبتی پلاوی په يوه غونډه کې پر دې ټينګار وکړ چې تبت بايد د تبتی کارونو په اړه د مرکزی حکومت يو لړ تګلارې او تدبيرونه پلی کړي، پر پرمختګ او ثبات دی ټينګار وکړي، اقتصادی او ټولنيز چټک پرمختګ دې وساتي، ملی امنيت او د تبت ټولنيز ثبات دی تامين کړي او د بېلابېلو قومونو د خلکو ژوند دی ښه کړي.
هغه زياته کړه چې تبت بايد په چينی او تبتی ځانګړتياوې لرونکی لارکې ګام پورته کړي او په واقعی توګه د خلکو ژوند تامين او ښه کړي چې مختلف وګړي له اصلاحاتو او ورخلاصون نه ګټې واخلي.