ښاغلي وو بانګ ګوه د چين د ولسي کانګرس د کار د ښه والي لپاره خپلې غوښتنې وړاندې کړې.
د چين د نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د چين د ملي ولسي کانګرس د دايمي کمېټې مشر وو بانګ ګوه د مارچ په نهمه نېټه د ملي ولسي کانګرس د سږني کلنۍ غونډې د شان شي ولايت پلاوي په يوه غونډه کې ګډون وکړ او د ولسي کانګرس د کار د ښه والي لپاره يې خپلې غوښتنې وړاندې کړې.
نوموړي دغه خبره تکرار کړه ولسي کانګرس بايد د خپل کار د ښه والي لپاره په لاندينيو دريو برخو کې کوښښ وکړي: لومړی بايد د کار عمده دنده په جدي توګه تر سره کړي چې له مخې به يې د اصلاحاتو، ورخلاصون او ثبات په اړه او د وګړيو د پام وړ مسئلې حل شي او د اړوندو قوانينو له مخې خپلې دندې تر سره شي، دوهم بايد خپلې کاري لارې چارې بشپړې کړي او درېيم بايد خپله کاري رويه سمه او ښه کړي.