تېر کال په چين کې د وګړيو د ژوند د ښه والي لپاره يو شمېر قوانين جوړ شوي دي

cri     (GMT+08:00) 2009-03-09 20:25:39

د چين ملی ولسی کانګريس او دايمي کمېټې يې تېر کال نهه قوانين تصويب کړل او زياتره يې د وګړيو د ژوند په اړه مهم قوانين دي. د يادې شوې کمېټې رئيس وو بانګ ګوه د قانون جوړولو په اړه د تېر کال د کارونو د يادونې په بهير کې پر دې ټينګار وکړ: د انسانانو د ګټو پر بنسټ د وګړيو د ژوند په اړه د مسئلو حل و فصل د چين د ملی ولسی کانګريس د دايمي کمېټې عمده دنده ده. تېر کال مو د قوانينو جوړول له اړوندو څارنو سره تړلي دي چې له امله يې زموږ کارونه به وګړيو له ژوند سره نژدی او ډېر اغېزمن شوي دي.

چين پلان لري چې تر دوه زره او لسم کال پورې د چين يو ځانګړی سوسياليستی قانونی سيستم جوړ شي. د چين ملی ولسی کانګريس تېر کال د دغه پلان سره سم د وګړيو د ژوند په اړه د بېلا بېلو قوانينو د جوړولو بهير چټک کړ. د چين د ټولنيز و علومو اکاډيمۍ قانون پوه ښاغلي مو جي هونګ وويل

تېر کال په چين کې د وګړيو د ژوند په اړه د قوانينو جوړولو له لارې د حکومت او ټولنې مسئوليتونه پياوړی شوي او د قوانينو جوړولو د وګړيو له غوښتنو سره سمون درلودلی دی. د بېلګې په توګه د معيوبينو د ضمانت قانون او د زلزلې د مخنيوي او د ناورينونو د کمښت د قانون تعديلول او د خوراکونو د امنيت قانون جوړول د وګړيو

ژوند ته د پاملرنې په برخه کې لوي تدبيرونه ګڼل کېږي.

د معيوبينو د ضمانت قانون اوه لس کاله دمخه پلی شوی. اوس مهال په چين کې د معيوبينو شمېر اتيا مليون تنو ته رسېږي. دغه شمېر او د دغو معيوبينو د ژوند شرايط او غوښتنې د پخوا په پرتله ډېرې بدلې شوې دي. معيوب جيانګ ده مينګ د تېرې دورې د ملی ولسی کانګريس استازی و او تل د دغه قانون تعديلولو ته پاملرنه کوي. ده وويل

زه په پرله پسې څو کلونو کې د معيوبينو د ضمانت قانون تعديولو غواړم. معيوبين يوه ځانګړې ډله ده. حکومت بايد تر خپلې وسې پورې له دوی سره زياتې مرستې وکړي او ټوله ټولنه بايد د دوی د کارونو ، ژوند، روحيې او طبی چارو په ساحو کې له دوی څخه ملاتړ وکړي.

د روانې دورې د ملی ولسی کانګريس دايمی کمېټې د تېر اپريل په مياشت کې د معيوبينو د ضمانت په اړه تعديل شوی قانون تصويب کړ چې پکې يې د معيوبينو د روغې جوړې، ښوونې، استخدام، ټولنيز ضمانت او د بی خنډي چاپيريال د أبادۍ په ګډون په بېلا بېلو ساحو کې د معيوبينو حقونه او د حکومت مسئوليتونه پياوړي شوې دي. جيانګ ده مينګ له دغه تعديل شوی قانون څخه ډېره خوښي څرګنده کړې ده.

د چين وګړي په عمومی ډول ښوونې،استخدام او ټولنيز ضمانت ته پاملرنې کوي. دغو مسئلو د نړيوال پولي بحران د خپرېدو په حال کې ډېرې زياتې پاملرنې جلب کړې

دي. د چين د ملی ولسی کانګريس دايمي کمېټې د اړوندو قانيونو د جوړولو او تعديلولو بهير د چټکولو ترڅنګ هم د کاری قراردادونو قانون د پلي کولو پر حالاتو څارنې پياوړې کړې.

تېر کال په چين کې يو شمېر طبيعي ناورينونه پېښ شول چې د وګړيو سر و مالونو ته يې ډېر زيانونه ورسول. د تېر کال د مې په مياشت کې د چين د سه چوان ولايت په ون چوان ولسوالۍ کې سخته زلزله وشوه. ورپسی د زلزلې د مخنيوي او د ناورينونو د کمښت قانون تعديل شو.

بر سېره پردې تېر کال د خوراکونو د امنيت قانون مسوده هم تصويبه شوه . د خبر له مخې، ياده شوې کمېټه به سږ کال په عمده توګه په ټولنيزه برخه کې قوانينو جوړولو ته پاملرنې وکړي او په پرله پسې توګه به د اقتصاد، سياست او کلتور په ساحو کې د قوانينو د بشپړتيا لپاره هڅې وکړي.

اړوند خبرونه او مضمونونه
تبصرې
خبرونه او پروګرامونه په غږ کې
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved.
16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040