د افغان اوريدونکي په اند د چين د اقتصاد پرمختګ به د نړۍ د اقتصاد د ښه والی لپاره مهم رول ولوبوی
د افغانستان اوريدونکی محمد ياسير اسفاق څوورځې مخکې د سی ار ای پښتو څانګې ته په خپل بريښناليک کې ويلي چې د چين د اقتصاد ثابت پرمختګ به د نړۍ د اقتصاد د ښه والی لپاره مهم رول ولوبوي.
ښاغلی اسفاق د چين نړيوالې راډيو د پښتو پروګرام يو وفادار اوريدونکی دی. هغه په خپل بريښنا ليک کې لومړی د چين د ملی ولسی کانګرس او د سياسی مشورتی کنفرانس د ملی کميټې د کلنی غونډو د ترسره کيدو له امله مبارکی څرګنده کړه او ويی ويل چې د چين د لومړی وزير ون جياباو د حکومت په کاری راپور کې د ٢٠٠٩ کال د چين د اقتصاد د زياتوالی انډوال په سلو کې په اته ټاکلی دی چې په اوسنی نړيوال حالت کې د ستاينې او احترام وړ يوه موخه ده.