چين د سوداګرۍ له ساتنه غوښتنې سره مخالفت کوی او غواړي چې د دوهه خبرو اترو د پرمختګ لپاره هڅه وکړي

cri     (GMT+08:00) 2009-03-10 16:26:46

د چين د نړيوالې راډيو دخبر له مخې، د چين د سوداګرۍ وزير چن ده مينګ د روانې مياشتې په ١٠ نېټه په بېجينګ کې د ملي ولسي کانګريس کلنۍ غونډې په يوه مطبوعاتي غونډه کې يو ځل بيا وويل، چين په ټينګه سره د سوداګرۍ د ساتنې له تګلارې سره مخالفت کوي او غواړی چې د سوداګرۍ د خنډونو د له منځه وړلو په موخه به د دوهه له څواړخيزو نړيوالو خبرو اترو څخه فعال ملاتړ وکړي.

ښاغلي چن ده مينګ وويل، يو هيواد د پولي بحران په ځانګړی حال کې داسي کولای شي چې په لنډه موده کې تر يوې اندازې پورې او په مساعده توګه خپلې سوداګرۍ وساتي. خو که له دغو وسايلو څخه ناوړه کارونه وکړي، دا به د سوداګرۍ سخته ساتنه غوښتنه وي. چين د سوداګرۍ له ساتنه غوښتنې سره د مخالفت په هکله پر داسي څرګندو اصولو باندی ټينګار کوي چې ايا د يو هيواد عمل د سوداګرۍ د نړيوال سازمان له قانون سره سمون خوري که نه؟

اړوند خبرونه او مضمونونه
تبصرې
خبرونه او پروګرامونه په غږ کې
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved.
16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040