په چين کې د استخدام حالات ښه شوی دی

cri     (GMT+08:00) 2009-03-10 16:36:27

د چين د نړيوالې راډيو د خبر له مخې: د چين د انسانی ځواکونو د سرچينې او د ټولنيز ضمانت وزير اين وی مين د مارچ په ١٠ نېټه وويل په چين کې د استخدام حالات په ابتدايی توګه ښه شوی چې روان کال په جنورۍ او فبرورۍ کې د چين په ښارونو او ښارګوټو کې په کارونو کې د نويو ګډون کوونکو انسانی ځواکونو شمېر زيات شوی دی.

ښاغلي اين وی مين د چين د يوولسم ملي ولسي کانګرس د دوهمې غونډې په يوه مطبوعاتی غونډه کې وويل د اړوندې تګلارې د پلی کېدو له امله د روان کال په جنوري او فبروري کې په ښارونو او ښارګوټو کې د نويو کارګرانو شمېر ٦٩٠ زرو او ٩٣٠ زرو ته رسېدلی دی چې د تېر کال د نومبر او دسمبر په پرتله لوړ شوی دی.

اړوند خبرونه او مضمونونه
تبصرې
خبرونه او پروګرامونه په غږ کې
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved.
16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040