د چين د بهرنۍ سوداګرۍ حالت به په راتلونکيو څو مياشتو کې نور هم ترينګلی وي

cri     (GMT+08:00) 2009-03-10 17:09:04

د چين د نړيوالې راډيو د خبر له مخی د چين د سوداګرۍ وزير چن ده مينګ د مارچ په ١٠ نېټه د ملی ولسي کانګرس د کلنۍ نوبتي غونډې په يوه خبري ناسته کې وويل چې د اټکل له مخی په راتلونکيو څو مياشتو کې د چين د بهرنۍ سوداګرۍ حالت نور هم ترينګلی شي.

نوموړي وويل چې د نړيوال اقتصاد د وروکېدو له امله د امريکا په پولي چارو کې زياتې ستونزې لاهم نه دی څرګند شوې ، د دی ترڅنګ په اروپا کې اوسني پولي مسئلې او د ختيځۍ اروپا په وړاندی ستونزې هم سختې شوې دي ، نو د اټکل له مخی په راتلونکيو څو مياشتو کې د چين د بهرنۍ سوداګرۍ حالت لاهم سخت وي.

هغه زياته کړه چې د چين حکومت د بهرنۍ سوداګرۍ د زياتوالي انډول له وروکېدو سره د مقابلې لپاره د مالياتو د ټاکلو او د پيسو راغونډولو په برخو کې يو لړ تدبيرونه نيولي دي.

اړوند خبرونه او مضمونونه
تبصرې
خبرونه او پروګرامونه په غږ کې
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved.
16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040