څومره چې زياتې ستونزې موجودې دي، هرومرو بايد د وګړيو ژوند ته پاملرنې ورکړی شي

cri     (GMT+08:00) 2009-03-10 20:32:52

د چين د طبي چارو په اصلاحاتو کې به اته سوه او پنځوس مليارډ يوانه ولګول شي او په سلو کې د لسو ولسواليو او ښارونو په کليوالو سيمو کې به دزوړوالي د بيمې نظام پلی شي. له دغو شمېرونو څخه څرګندېږي چې د چين حکومت د ټولنيز ضمانت د پياوړتيا لپاره ډېر تدبيرونه نيولي او له امله به يې چيني وګړي له دغو تدبيرونو څخه زياتې ګټې واخلي. ويل کېږي چې أيا وګړيو ته د ښه ټولنيز ضمانت برابرولای شي که نه د چين په شان د يو زيات نفوس لرونکي هېواد لپاره يوه لويه ازموينه ده.

وګړي د هېواد بنسټ دی. نو يوازی په دې شرط يو هېواد ارام شي چې لومړی د دغه هېواد بنسټ ټينګ شي. خو د بنسټ ټينګولو لپاره به څه تدبيرونه ونيول شي؟ ځواب يې دا دی چې هغې مسئلې بايد په ښه ډول حل و فصل شي چې د وګړيو له ګټو سره نژدی تړاو لري. نو په چين کې بايد وګړيو ته ښه طبي دارو درمل او زړو کسانو ته ښې پاملرنې ورکړی شي. اوس مهال چين د دغې موخې د تر سره کولو لپاره ډېرو هڅو ته اړتيا لري. د چين د اقتصاد پرمختيايي کچه لا هم ټيټه ده، د ښارونو او کليوالو سيمو ترمنځ پرمختيايي پوتيرونه ډېر دي،دومره زيات وخت نه دی تېر شوی چې ټولنيز ضمانت سيستم پلی شو او دومره زياتو کسانو له دغه سيستم څخه ګټې نه دي اخيستي. بر سېره پردې يو شمېر نوې مسئلې او ننګونې د اقتصاد او ټولنې په پرمختګ سره په پرله پسې توګه رامنځته شوي دي. د بېلګې په توګه له نړيوال معيار سره سم په چين کې د هغو کسانو شمېر د ټول هېواد د نفوس په سلو کې له لسو څخه اوښتی دی چې عمر يې له شپېتو کالو څخه زيات دی. له دې څخه څرګندېږي چې چين د د نفوس د عمر د زړيدو په ټولنه کې ګام اخيستی دی. څوک به د زياتو زړو کسانو د ژوند او د دوی د روغتيا د ساتلو دنده پر غاړه واخلي؟ د پلټنې له مخې، په وروستيو کلونو کې ټولنيز ضمانت د چين د وګړيو لپاره تر ټولو د پاملرنې وړ مسئله ګرځېدلې ده. له دې څخه هم څرګندېږي چې د دغې مسئلې ښه حل و فصل يوه بېړنې دنده ده.

د چين حکومت په وروستيو کلونو کې د ټولنيز ضمانت د بشپړولو لپاره ډېرې هڅې کړې دي. د بېلګې په توګه، په ښارونو او کليوالو سيمو کې د اوسېدونکو د بنسټيز ژوند د ضمانت کچه لوړه شوې ده. بزګران د طبي چارو په اړه له امتيازی تګلارو څخه ګټې تر لاسه کولای شي . که يو بزګر هر کال د طبی بيمی سازمان ته لس يوانه ورکړي، د ده طبی لګښت په سلو کې ٦٥ برخه به د دغه سازمان لخوا برابر شي. بر سېره پردې نژدی دوه سوه مليونو کسانو د زوړوالي په بيمه کې ګډون کړی دی. چيني وګړيو له دغو کارونو څخه ګټې اخيستې دي او ورڅخه يې هم څرګندېږي چې د چين حکومت د انسانانو د ګټو پر بنسټ خپل هېواد اداره کوي. د چين صدراعظم ون جيا باو ويلي و چې هر يو سينټ له وګړيو څخه راغلی، نو هر سينټ بايد د وګړيو پر وړاندې مسئوليت پر غاړه واخلي.

اوس مهال د نړيوال پولي بحران د خپرېدو او د استخدامي فرصتونو د کمښت په حالاتو کې د ټولنيز ضمانت په اړه مسئله د پاملرنې وړ او هم د چين د ولسي سياسي مشورتي کنفراسن او ملي ولسي کانګريس په سږني غونډه کې د بحث وړ موضوع ده. صدراعظم ون جيا باو لنډه موده دمخه د انټرنېټ له نړيوالو کارونکيو سره د نظريو تبادله وکړه او په ترڅ کې ډېرو انټرنېټ کارونکيو د طبي چارو، ښوونې،

استخدام او کورنو په اړه پوښتنې له صدراعظم ون جيا باو څخه وکړې. د ياد شوی کنفرانس او کانګريس غړيو او استازيو هم د سږنی کلنيو غونډو په ترڅ کې د ټولنيز ضمانت په اړه خپل وړانديزونه وکړل.

څومره چې زياتې ستونزې موجودې دي، هرومرو بايد د وګړيو ژوند ته ډېرې پاملرنې ورکړی شي. د چين حکومت د يادو شويو دوو غونډو په ترڅ کې د ټولنيز ضمانت په اړه خپلو وګړيو ته خواب ورکړ: د ټولنيز ضمانت پانګې به دوه سوه او دری نويو ملياردو يوانو ته زيات شي، د پلی کولو سيمې به يې پراخې شي او معيار به يې لوړ شي. پر همدی مهال د طبی اصلاحاتو پلان به خپور شي او طبي لګښت به تر زياتې اندازې پورې کم شي. بر سېره پردې په کليوالو سيمو کې به د زوړوالي د بيمې نظام پيل شي.

که څه هم هغه موخه چې هر کس ټولنيز ضمانت ولري، په لنډ وخت کې به تر سره کيدای نه شي، خو که تل د وګړيو د ژوند ښه والي او د اړوندو مسئلو حل و فصل ته لومړی اهميت ورکړی شي،نو چين به هرومرو د دغې موخې بشپړېدو ته نژدی کېږي.

اړوند خبرونه او مضمونونه
تبصرې
خبرونه او پروګرامونه په غږ کې
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved.
16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040