د چين د بهرنيو چارو وزير يانګ جي چه د روسيې د بهرنيو چارو له وزير سيرګي لاوروف سره تلفوني خبری اتری وکړې
د سينهوا اژانس د خبر له مخی د چين د بهرنيو چارو وزير يانګ جی چه چې له امريکا څخه ليدنه کوي، د مارچ په ١٠ نېټه د روسيې د بهرنيو چارو له وزير سيرګي لاوروف سره تلفوني خبری اتری وکړې .
دواړو خواوو وويل چې دواړه هېوادونه بايد د سياسي اړيکيو د ټينګېدو د ٦٠ مې کاليزې په وياړ په بېلا بېلو ساحو کې د نظريو د تبادلې او د خپل منځي همکارۍ پياوړتيا لپاره ګډ کوښښ وکړي چې د چين او روسيې ترمنځ د ستراتيژيکی همکارۍ اړيکی پرمختګ وکړي.
دواړو خواوو د کوريا ټاپووزمی د اوسني حالت په هکله د نظريو تبادله وکړه او هيله يې څرګنده کړه چې اړوندې خواوې د دغې ټاپووزمی د سولې او ثبات د ساتلو لپاره کوښښ وکړي.