سوله يز او ثابت چاپيريال د تبت د پرمختګ بنسټيز ضمانت دی

cri     (GMT+08:00) 2009-03-11 19:28:12

د تبت د خپلواکي سيمې د ولسی حکومت مشر چيانګبا پونڅوګ په وروستيو ورځو کې وويل اوس مهال د تبت حالات ثابت دي. د زورزياتۍ پېښه يوازی په يوه لنډه موده کې د تبت د پرمختګ د مخنيوي شونتيا ده، خو په ليری نظر هيڅوک د تبت د پرمختګ مخه نشی نيولی. د ټولنې لپاره تر ټولو ښه شی أرامی او تر ټولو بد شی ګډوډی دی. له نيمې پيړۍ راهيسې د تبت له پرمختګ څخه هم څرګندېږي: کله چې ټولنيز حالات ثابت وي، تبت چټک پرمختګ کولای شي. خو د ګډوډۍ د رامنځته کېدو په وخت کې به د دغې سيمې پرمختګ وځنډېدل شی.

چيانګبا پونڅوګ خپل باور څرګند کړ چې سوله ايز او ثابت چاپيريال د تبت د پرمختګ يو بنسټيز ضمانت دی او د تبتي وګړيو يوه ګډه هيله هم ده

له نولس سوه او يوپنځوسم کال وروسته يعنی د تبت له سوله ايزې ازادۍ وروسته، د چين مرکزي حکومت په تبت کې د سړکونو او فابريکو له جوړولو سره مرستې وکړې چې د ځايي اقتصاد او ټولنې پرمختګ يې پرمخ بيولی دی. خو په نولس سوه او نهه پنځوسم کال کې نورو هېوادونو ته د دالای لاما ډلې د تيښتې له امله په دغه سيمه کې ګډوډی رامنځته شوی او په پايله کې يې د ياد شوی پرمختيايي بهير وځنيېدل شو. هغه وخت په تبت کې توليدی ارزښت د هر تن په سر يوازی يو سل او دوه څلويښت يوانه و. د ګډوډۍ له أرامېدو او د ديموکراتيکو اصلاحاتو له پلی کېدو

وروسته د دغې سيمې اقتصاد او ټولنې يو ځل بيا پرمختګ کړی چې ياد شوی شمېر په دوه زره او اتم کال کې ديارلس زرو اته سوه او يو شپېتو يوانو ته رسېدلی دی.

له اوږدې مودې راهيسې سولې او ثبات د تبت د پرمختګ په برخه کې خپل مهم رول لوبولی دی او د عامو نظريو يووالی او ثبات په تبت کې د سولې او ثبات د ساتلو تر ټولو لوی لامل دی. په دغه سيمه کې د ديموکراتيکو اصلاحاتو له پلی کېدو مخکې د غلامانو د خاوندانو شمېر د دغې سيمې د نفوس په سلو کې يوازی پنځه برخه نيولې، خو زياتره توليدی وسايل د دوی په لاسه کې وو. د غلامانو هيڅ توليدی وسايل او ازادی نه درلوده او د تبتي ژبې د زده کړې او د تبتي چارو په اداره کولو کې د ګډون حقونه هم نه لري. دغه نامساوي نظام نه يوازی تبت ته ګډوډی رسولی بلکې د دغې سيمې د پرمختګ مخه ئی نيولې ده.

په تبت کې د ديموکراتيکو اصلاحاتو له پلی کولو وروسته په دغه سيمه کې د غلامانو نظام لغوه شو چې مليونو تنو غلامانو ته ځمکې او څارويان ورکړل شوي او د تبتي ژبې د زده کولو او د خپلو مذهبونو د غوره کولو له حقونو څخه هم مستفيد شوي دي. په نولس سوه او پنځه شپېتم کال کې تبت خپلواکه سيمه جوړه شوه او ورپسی د چين مرکزي حکومت په دغه سيمه کې د قومي سيمو د خپلواکې ادارې نظام پلی کړ چې د دغې سيمې د خپلواکې ادارې حق ته يې قانونی ضمانت برابر کړ.

ويل کېږي چې د غلامانو د نظام له منځه وړلو له امله تبتي وګړيو خپله ازادي تر لاسه کړې او په دغه سيمه کې د خپلواکې ادارې د نظام پلی کولو له امله تبتي وګړي د خپلې سيمې د اداره کولوله حق څخه برخمن دي. بر سېره پردې تبتي

وګړي په دې پوه شوي چې ښه ژوند دې د خپلو کوششونو له لارې تر لاسه کيږي. نو د دوی په هڅو سره او د مرکزي حکومت او د نورو سيمو او وګړيو د ملاتړ امله نن ورځ په تبت کې د بنسټيزو تاسيساتو د جوړولو، ښونيزو، طبي ، قومي او کلتوري چارو په ګډون بېلا بېلو ساحو په هراړخيز او چټک ډول پرمختګ کړی دی.

که څه هم دغه پرمختګ ډېرې ځلې د دالای لاما ډلې له خوا ويجاړ شو، خود ثبات او پرمختګ د ساتنې په اړه د تبتي وګړيو هيله او باور نه دی ويجاړ شوی. ځکه تبتي وګړيو په ژوره توګه د دغې سيمې د پرمختګ له تاريخي تجربو څخه درک کړی چې د تبت پرمختګ سوله ايز او ثابت چاپيريال ته اړتيا لري او په کار دی چې د خاوندانو په توګه خپل حقونه وساتي.

اړوند خبرونه او مضمونونه
تبصرې
خبرونه او پروګرامونه په غږ کې
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved.
16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040