د چين کمونست ګوند د چين د سوسياليستی چارو د مشرتابه مرکز دی

cri     (GMT+08:00) 2009-03-11 19:32:33

د چين د خلکو ورځپاڼې د روانې مياشتې په ١٢ نيټه په يوه تبصره کې وويل چې د چين کمونست ګوند د چين د سوسياليستی چارو د مشرتابه مرکز دی. د ملی ولسی کانګرس د کارونو اصلی لار د چين کمونست ګوند پر مشرۍ ټينګښت، د خلکو له خوا د هيواد اداره او له قوانينو سره سم هيواد اداره ده چې مرکز يی د کمونست ګوند مشری ده.

په ياده شوې تبصره کې ويل شوي چې د چين د کمونست ګوند د مشرتابه ځای په څرګنده توګه په اساسی قانون کې ليکل شوی دی. له تاريخی تجربو څخه هم څرګند شوي چې چين يوازی د کمونست ګوند له خوا اداره کيدای شی، يوازی پر سوسياليستی لاره ګام پورته کيدای شی او د هيواد د ادارې شکل يوازی په دېموکراتيکه او عمومی توګه د ولسی کانګرس سيستم کيدای شي

اړوند خبرونه او مضمونونه
تبصرې
خبرونه او پروګرامونه په غږ کې
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved.
16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040