چين له اقتصادي بحران سره د مقابلې لپاره په نړيوالې همکارۍ کې فعاله ونډه لری

cri     (GMT+08:00) 2009-03-11 21:27:50

د چين د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس ملي کميټې غړي او د بهرنيو چارو د وزير مرستيال وو دا وې د روانې مياشتې په لسمه نيټه خبريالانو ته وويل چې د چين حکومت پر مسئولانه ډول د خپلو کارونو د تر سره کولو تر څنګ په نړيوالې همکارۍ کې ګډون کوي،د همکارۍ ساحې پراخوي او د همکارۍ نوی تدبيرونه نيسي،تر څو اقتصادي بحران ليری شي.

هغه وويل چې لومړی،مونږ بايد په ښه توګه خپل کارونه تر سره کړو او د دغو کارونو بشپړتيا به د پولي بحران د ليری کولو او د نړيوال اقتصاد د بيا سمسورتيا د چټکولو لپاره خدمتونه تر سره کړي.دوهم،مونږ په نړيوالې همکارۍ کې فعال ګډون کوو.مونږ د شلو هېوادونو له سرمشريزې غونډې،د جنوب ختيځي اسيا ټولنې له غړيو هېوادونو او د نړۍ له بېلا بېلو هېوادونو سره همکارۍ کوو.مونږ هم ځيني نوی تدبيرونه نيسو،لکه له ځينو هېوادونو سره سوداګرۍ په يوانو حسابوو،تر څو د دغو هېوادونو لپاره د بهرنيو اسعارو د زيرمې د کموالي بار سپک شي.

اړوند خبرونه او مضمونونه
تبصرې
خبرونه او پروګرامونه په غږ کې
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved.
16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040