د ولسی کانګرس سيستم د لويديځو کاپيتليستی هيوادونود له سياسی نظام سره اصلی توپير لري

cri     (GMT+08:00) 2009-03-12 19:39:56

د خلکو ورځپاڼې د روانې مياشتې په ١٣ نيټه د يوې تبصرې په خپرولو سره دې ته اشاره وکړه چې د چين د ولسی کانګرس سيستم د لويديځو کاپيتليستی هيوادونو له سياسی نظام سره اصلی توپير لري.

په دغه ليکنه کې ويل شوي چې لومړی، د چين ګوندی سيستم د چين د کمونست ګوند په مشرۍ د څو ګوندونو د همکارۍ او سياسی مشورې سيستم دی نه په لويديځو هيوادونو کې د څوګونديز سيستم دی. دوهم، په چين کې د ولسی کانګرس له خوا ملی واک پلی کيږی چې حکومت، محکمې او څارنوال د ولسی کانګرس له خوا ټاکل او څارنه کيږی. درېيم، د چين د ملی ولسی کانګرس استازی له بېلابېلو سيمو، قومونو او اړخونوڅخه رامنځته کيږی چې حتی لږ نفوس لرونکی قومونه خپل استازی هم لري، او په لويديځو هيوادونو کې د پارلمان غړي يوازی د يو ګوند يا ډلې استازيتوب کوي.

اړوند خبرونه او مضمونونه
تبصرې
خبرونه او پروګرامونه په غږ کې
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved.
16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040