بېلا بېلې څانګې بايد د خوراکونو د امنيت مسئلې ته پاملرنې وکړي

cri     (GMT+08:00) 2009-03-12 20:12:06

په وروستيو کلونو کې په چين کې د خوراکونو د امنيت په اړه يو شمېر مسئلې رامنځته شوې چې د نړيوالې ټولنې د پاملرنې وړ ګرځېدلې ده. د سان لو پوډري شيدو د پېښې په شان ځينو پېښو نه يوازی د وګړيو د ژوند پر کيفيت، بلکې تر يوې اندازې پورې يې په بهرنيو هېوادونو کې د چيني توليداتو پر بڼې بدې اغېزې هم کړې دي. د قانوني څارنې کمزورتيا، د کسبی ادارې ضعفوالی او يو شمېر نړيوال عوامل د يادو شويو مسئلو د رامنځته کېدو لاملونه ګڼل کېږي. اوس مهال چين په پوره توګه د خوراکونو د امنيت مسئلو سختوالی او خطرونه پېژندلي او د دغو مسئلو د حل وفصل لپاره يو لړ پياوړي تدبيرونه نيسي.

د خوراکونو د امنيت په اړه د معيارونو ټاکنه او بشپړتيا، د خوراکونو د توليدولو او لېږدولو په ترڅ کې د قانوني څارنې پياوړتيا د يادو شويو مسئلو د حل و فصل لپاره يوه مهمه دنده ده. لنډه موده دمخه په چين کې د خوراکونو د امنيت قانون خپور شو او د راتلونکی جون له لومړۍ نېټې څخه به اغېزمن شي. دغه قانون د اوسنی اړوند قانون يعنی د خوراکونو د روغتيا قانون په پرتله ځانګړتيا لري چې د پېښو د مخنيوي او د مسئوليتونو د تعقيبولو ځواک پياوړې شوې دي.

خو يوازی له قانوني لارو دغې مسئلې حلېدلای نه شي. د خوراکونو د امنيت په اړه د مسئلو حل و فصل د بېلا بېلو څانګو هڅو ته اړتيا لري.

چين يو پرمختيايي هېواد دی. اقتصاد يې د چټک پرمختګ او د سوسياليستي بازاري اقتصاد نظام يې لا هم د جوړولو او بشپړولو په حال کی دی. په داسی حال کې يو شمېر تصدۍ شته چې د زياتو ګټود تر لاسه کولو لپاره قوانين بی اعتنا کوي چې هغه خوراکونه توليدوي چې د وګړيو روغتيا ته زيانونه رسوي. نو د قانوني څارنې او سزا پر پياوړتيا سر بېره بايد تصدۍ ځانی داره هم پياوړی کړي او د ټولنې او وګړيو لپاره خپل مسئوليتونه پر غاړه واخلي. يو چيني متل دا دی چې وائی چې يو مهربانی سړی يوازی له سمو لارو ګټې تر لاسه کوي. دا د تصديو لپاره يو طبيعي کار دی چې زياتې ګټې لاس ته راوړي، خو د ګټو اخيستلو لارې بايد قانوني او مناسب وي.

د کارپوهانو په أند اوس مهال د چين د خوراکونو امنيت په اړه د ډېرو مسئلو رامنځته کېدو يو عمده علت دا دی چې د خوراکونو د توليدولو او چمتو کولو تصدۍ په بېلا بېلو ځايونو کې پراته دي. د خوراکونو د توليدولو سيستم ډېر لوی او پراخ دی . نو مشکل کار دا دی چې د خوراکونو د توليدولو په بهير کې بېلا بېلې کړۍ په ښه توګه کنترول کړی. بر سېره پردې ډېرو بزګرانو او مالدارانو ښه ښوونه نه ده تر لاسه کړې او د خوراکونو د توليدولو په برخه کې يې عصري تخنيکونه نه شي کارولای.

نو د اوږدې مودې لپاره د چين د خوراکونو د امنيت مسئلو حل و فصل د خوراکونو د توليدولو، د تصديو د ادارې او اړوندو کسانو ته د روزنې برابرولو په ګډون بېلا بېلو هڅو ته اړتيا لري.

پر همدې مهال د اقتصاد په نړيوال کېدو او د چين د بهرنی سوداګرۍ په پراختيا سره

د خوراکونو د امنيت په اړه مسئلې له بېلا بېلو هېوادونو سره اړيکې لري. نو له نورو هېوادونو سره د همکارۍ پياوړتيا هم د خوراکونو امنيت د مسئلو د حلولو په بهير کې يو لازم ګام دی.

اړوند خبرونه او مضمونونه
تبصرې
خبرونه او پروګرامونه په غږ کې
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved.
16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040