په تبت کې د بيلتون غوښتونکی کړه وړه به بې نتيجه وی

cri     (GMT+08:00) 2009-03-12 20:26:56

د چين د ملي ولسي کاګارس استازي او د تبت د خپلواکي سيمې مشر چيانګبا پونڅوګ د روانې مياشتې په دوولسمه نيټه په بېجينګ کې وويل چې د بيلتون غوښتنې او د تبت د خپلواکۍ سره د مخالفت کولو لپاره د تبت د پرمختګ چټکوالی ډير اهميت لری.د پرمختګ له لارې د تبت د بېلا بېلو قومونو د وګړيو ژوند ښه کيږی او خلک هم ترې ګټه اخلی.څو چې زمونږ ملي يووالی په پر له پسې توګه ټينګ شي،د بيلتون غوښتونکی کړه وړه به ناکام شي.

چيانګبا پونڅوګ وويل چې د دالای ډله او نور دښمنانه ځواکونه تل د چين مرکزي حکومت او د تبت د خپلواکي سيمې حکومت ته شيطاني او چغلي کوي او زيانونه رسوي.د دغو بدنامو عملونو په وړاندې مهمه ده چې په ښه توګه خپل کارونه تر سره کړو.

چيانګبا پونڅوګ دا هم وويل چې د تبت د اقتصادي پرمختګ د برياليتوب کلی دا ده چې د بزګرانو او مالدارو د ژوند او توليد شرايط ښه او د دوی عايدات زيات شي،څو چې تبت د هېواد له نورو سيمو سره يو ځای د شتمنۍ له لور پرمخ بوزی.

اړوند خبرونه او مضمونونه
تبصرې
خبرونه او پروګرامونه په غږ کې
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved.
16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040