د چين د ملي ولسي کانګريس کلنۍ غونډه په بېجينګ کې پاي ته ورسيده
cri (GMT+08:00) 2009-03-13 10:53:50
د چين د نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د چين د يولسمه دورې د ملي ولسي کانګريس دوهمه غونډه د روانې مياشتې په ١٣ نېټه په بېجينګ کې پاي ته ورسيده، د هو جين تاو، وو بانګ ګوه، ون جيا باو، جيا چينګ لين په ګډون د هيواد زياتو مشرانو د دغې غونډې د پاي په مراسمو کې ګډون وکړ.
په دغه غونډه کې د رايي ورکونې له لارې د حکومت د کاري راپور په اړه پريکړه او د ٢٠٠٨ کال د ملي اقتصاد او ټولنې د پرمختګ د پلان پلي کيدو د حالاتو او د ٢٠٠٩ کال د ملي اقتصاد او ټولنې د پرمختګ پلان په اړه پريکړه ،د ٢٠٠٨ کال د مرکزي او سيمه ايزې بوديجې د پلې کيدو حالات او د ٢٠٠٩ کال د مرکزي او سيمه ايزې د بوديجې په اړه پريکړه تصويب شوې، دغه راز د لوړپوړې محکمې او څارنوالي د کاري راپورونو په اړه پريکړې هم تصويب شوې دي.
د چين د ملي ولسي کانګريس د دايمي کميټې مشر وو بانګ ګوه د دغې غونډې د د پاي مراسو مشرۍ وکړه.