د چين صدراعظم ون جيا باو هيله ښودلی چې چين او نړی نور ښه راتلونکی ولري

cri     (GMT+08:00) 2009-03-13 11:03:37

د چين د نړيوالې راډيو د خبر له مخی د چين صدراعظم ون جيا باو د مارچ په ١٣ نېټه هيله څرګنده کړه چې چين او نړی نور ښه راتلونکی ولري.

په همدی ورځ د چين د ملی ولسي کانګرس کلنی نوبتی غونډه په بېجينګ کې پای ته ورسيده او د دغې غونډې له پای ته رسيدو وروسته د چين صدراعظم ون جيا باو نوموړی څرګندونې وکړې.

هغه زياته کړه چې د چين د ملي ولسي کانګرس او د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس کلنی نوبتی غونډې له نړيوال پولي بحران سره د مقابلې لپاره په مهم پړاو کې تر سره شوې . د نړيوال پولي بحران د خپرېدو په حال کې د چين حکومت د دغه بحران د له منځه وړلو لپاره يو لړ پلانونه جوړ کړي دي. د چين د ملي ولسي کانګرس په کلنی نوبتی غونډې کې چې په همدا اوس پای ته ورسيده، د حکومت کاري راپور او نوموړی پلانونه منظور شوي دي.

اړوند خبرونه او مضمونونه
تبصرې
خبرونه او پروګرامونه په غږ کې
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved.
16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040