له دالای لاما سره د چين د حکومت خبرو اترو دوام په عمده توګه د دالای لاما له ښه نيت پوری سره تړاو لري
د چين د نړيوالې راډيو د خبر له مخی د چين صدراعظم ون جيا باو د مارچ په ١٣ نېټه په بېجينګ کې وويل دا چې أيا له دالای لاما سره به د چين د حکومت خبری اتری دوام وکړي که نه ، په دغو خبرو اترو کې د ښو پايلو د تر لاسه کولو لپاره د دالای لاما له ښه نيت سره تړاو لري.
صدراعظم ون جيا باو نوموړی څرګندونې د ملی ولسي کانګرس د کلنۍ نوبتي غونډې له پای ته رسيدو وروسته د خبريالانو پوښتنو ته د ځواب ور کولو په ترڅ کې وکړې.
ښاغلي ون جيا باو وويل چې تبت د چين يوه نه بېلېدونکي برخه ده او د تبت په اړه مسئله د چين په کورنيو چارو پوری اړه لري،نو بهرنی هېوادونه حق نه لري چې په دغه مسئله کې لاس وهنه کړي.