چين به د معقولي او برابرې سويې پر بنسټ د چيني يوانو د تبادلوي ارزښت د بنسټيز ثبات د ساتلو لپاره هڅه وکړي
د چين د نړيوالې راډيو د خبر له مخی د چين صدراعظم ون جيا باو د مارچ په ١٣ نېټه وويل چې د چين موخه د معقولي او برابرې سويې پر بنسټ د چيني يوانو د تبادلوي ارزښت د بنسټيز ثبات ساتل دي چې دا د چين په خپله پرېکړه ده ، هېڅ يو هېواد د يوانو د تبادلوي ارزښت پر لوړوالي او ټيټوالي فشارونه نه شي اچولی.
د چين د ملي ولسي کانګرس کلنی نوبتی غونډه په همدی ورځ په بېجينګ کې پای ته ورسيده.صدراعظم د دغې غونډې له پای ته رسيدو وروسته په يوه خبري ناسته کې وويل د ٢٠٠٥ کال په جولاۍ کې د يوانو د تبادلوي ارزښت له اصلاحاتو راهيسې د امريکايی ډالرو په وړاندی د يوانو تبادلوي ارزښت په سلو کې ٢١ زيات شوی دی.