چين له نړيوال پولي بحران سره د مقابلې لپاره د اوږدې مودې تياريانی نيولی دی
د چين د نړيوالې ارډيو د خبر له مخی د چين صدراعظم ون جيا باو د مارچ په ١٣ نېټه په بېجينګ کې وويل چې چين له نړيوال پولي بحران سره د مقابلې لپاره د اوږدې مودې تياريانی نيولی دی او هر وخت به د اقتصاد د تحريکولو لپاره نوی تګلارې جوړې کړي.
صدراعظم ون جيا باو نوموړی څرګندونې په همدی ورځ له بهرنيو او کورنيو خبريالانو سره د کتنې په ترڅ کې وکړې .
هغه دی ته اشاره کړې چې د چين حکومت د اقتصاد د تحريکولو لپاره د څلورو زرو مليارډو په ارزښت لايحه وړاندی کړې او د نيم کال کوښښونو له لاری يې يو لړ هغه پلانونه جوړ کړي چې د حکومت د لويې پيمانې پانګونه، په زياتو ساحو کې د صنايعو تنظيمول او سمسورول ، زيات علمي او تخنيکي ملاتړ او تر زياتې اندازې پوری د ټولنيز ضمانت د سويې لوړوالي پکې شامل دي.