ون جيا باو له امريکا څخه غوښتی چې د چين د پانګو امنيت وساتي

cri     (GMT+08:00) 2009-03-13 18:05:31

د چين د نړيوالې راډيو د خبر له مخې،د چين صدراعظم ون جيا بان د روانې مياشتې په ديارلسمه نېټه وويل چين امريکا ته تر ټولو ډير لوی پور ورکوونکی هيواد دی.چين زيات پورونه امريکا ته ورکړي دي،نو البته د دغو پورونو امنيت ډير په پام کې لري.هغه زياته کړه چې چين غواړي چې امريکا خپله ژمنه پوره کړی او د چين د پورونو امنيت وساتي.

د چين د ملي ولسي ګانګريس کلنی غونډه په همدې ورځ په بېجينګ کې پای ته ورسيده.ون جيا باو له غونډې وروسته په يوه مطبوعاتی غونډه کې د خبريالاتو پوښتنې ته د ځواب د ورکولو په ترڅ کې وويل چين امريکا ته تر ټولو لوی پور ورکوونکی هيواد دی.امريکا د نړۍ تر ټولو لوی اقتصادي وجود دی.چين د امريکا د اقتصاد پرمختګ ته ډير پام کوي او له پولي بحران سره د مقابلې لپاره د اوباما د نوي حکومت له خوا د طرح شويو تدبيرونو نتيجې ته سترګې په لار دی.

اړوند خبرونه او مضمونونه
تبصرې
خبرونه او پروګرامونه په غږ کې
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved.
16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040