د ښوونيز عدالت بشپړتيا

cri     (GMT+08:00) 2009-03-13 18:09:54

د دوه زره او نهم کال د چين د يوولسمې دورې د ملي ولسي کانګريس دوهمه عمومی غونډه اوس په بېجينګ کې روانه ده. د چين صدراعظم ون جيا باو په دغه غونډه کې وويل د ښوونې د پرمختګ لومړۍ دنده دا ده: د ښوونې د عدالت د تر سره کولو لپاره هڅې وشي . پری نه ږدی چې هيڅ ماشوم د خپلو سختو کورنيو شرايطو له امله له زده کړې څخه بی برخی وي. د نينګ شيا هوی قوم خپلواکې سيمې نه يوازی په وړيا ډول په لومړيو او منځنيو ښوونځيو کې اجباري زده کړه پلې کوي، بلکې په مرکز ين چوان ښار کې يې د ليو پانګ شان او يو څای په نامه هغه دوه ښوونځي جوړ کړي چې په غرنی سيمه کې بی وزلو زده کوونکيو ته غوره او نيم اجباري ښوونه برابروي چې د ښوونې د عدالت د هڅونې په لار کې يې يو لوی ګام اخيستی دی.

د نينګ شيا په جنوب کې يوه وزلې غرنی سيمه پرته ده. د دغې سيمې طبيعي شرايط ډېر سخت او اقتصادي پرمختګ يې ډېر وروسته پاتی دی. نو دغه سيمه د م م له خوا د انسانانو د هستوګنې د نامناسب ځای په توګه وټاکل شوه. که څه هم په دغه سيمه کې د وګړيو ژوند د حکومت د پانګونې له امله ډېر ښه شوی دی، خو د ښوونې په برخه کې له بې وزلو زده کوونکيو سره د مرستې پياوړتيا يوه مهمه او درنده دنده ده. د چين د ملي ولسي کانګريس استازي او د نينګ شيا د هوی قوم د خپلواکې سيمې د ګوندي کمېټې منشي ښاغلي چن جيان ګوه وويل که په غرنی سيمه کې ماشومان د ښاري ماشومانو په شان د ښې ښوونې او

د ښاري کلتورونو له نعمت څخه برخمن وي ، نو بی وزليتوب به په پوره توګه له منځه يووړل شي.

د نينګ شيا د هوی قوم خپلواکې سيمې په جلا جلا توګه په دوه زره او درېيم کال او دوه زره پنځم کال کې په ين چوان ښار کې ليو پانګ شان او يو څای ښوونځي جوړې کړي چې په ځانګړې توګه يې د دغې سيمې په جنوب کې له غرنی سيمې څخه زده کوونکي منلي دي. دغه زده کوونکي نه يوازي د زده کړې او په ښوونځيو کې د اوسېدلو لګښت ورنه کړي، بلکې هر تن يې هر کال د ژوند سل يوانه مرستندويه پيسې تر لاسه کولای شي. تر اوسه پورې دغو دوو ښوونځيو د غرونو له سيمې څخه لس زره زده کوونکي جلب کړي دي او په سلو کې څلويښت برخه يې هوی قوم پورې اړه لري او اتيا برخه يې له کليوالو سيمو څخه راغلي ده. د چين د ملي ولسي کانګريس استازي او د ين چوان ښاروال وانګ ژو ګوی وويل

زده کوونکي نه يوازی ښه ښوونه ، بلکې د زده کړې، خوراک او پوښاک په برخو کې مرستندويه پيسې تر لاسه کولای شي. د دوی لپاره د زده کړې په برخه کې ستونزې له منځه يووړل او شرايط يې هم ښه شوي دي. نو دوی به برياليتوبونه تر لاسه کړي او په راتلونکی کې په ښو دندو ګمارل شي چې خپلې کورني به له بی وزليتوب څخه وژغورل شي.

ما شېنګ د ليو پانګ شان ښوونځي يو زده کوونکی دی. د ده د کورنۍ شرايط ښه نه دي او ډېر خوشحاله دی چې په دغه ښونځي شامل دی. هغو وايي

زما د پخواني ښوونځي شرايط ډېر بد دي. خو اوسنی ښوونځی بېلا بېل سامانونه لري او ښوونکي يې د ژوند او زده کړې په برخو کې موږ ته ډېرې پاملرنې کوي. موږ ډېر خوشحال يو چې موږ ته د زده کړې دومره ښه شرايط برابر شوي دي.

د شمېرنې له مخې، د دغو دوو ښوونځيو له جوړېدو راهيسې د نينګ شيا د هوی قوم خپلواکې سيمې د مرکزي حکومت په مټ د دغو ښوونځيو په پرمختګ کې شپږ سوه مليون يوانه لګولي او تېر کال يې د دغو ښوونځيو د پراختيا په برخه کې زياتې پانګې واچولې. اوس په ليو پان شان ښوونځي کې د زده کوونکيو شمېر شپږ زرو ته او د يو څای ښوونځي د زده کوونکيو شمېر لس زرو ته رسېدلی دی.

اړوند خبرونه او مضمونونه
تبصرې
خبرونه او پروګرامونه په غږ کې
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved.
16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040