ون جيا باو پر دې ټينګار وکړ چې چين له نړيوال پولي بحران سره د مقابلې باور لري

cri     (GMT+08:00) 2009-03-13 18:33:08

د چين د ملي ولسي کانګريس کلنۍ غونډه د روانې مياشتې په ديارلسمه نېټه په بېجينګ کې پای ته ورسېده. د چين صدراعظم ون جيا باو له دغې غونډې وروسته په يوه خبري ناسته کې د چيني او بهرنيو خبريالانو پوښتنو ته ځوابونه ورکړل او پر دې يې ټينګار وکړ چې چين له نړيوال پولي بحران سره د مقابلې باور او له نړيوالې ټولنې سره د همکارۍ هيله لري. خبريالانو په دوو ساعتو کې له صدراعظم ون جيا باوڅخه درويشت پوښتنې وکړې چې په سلو کې يې اويا برخه پوښتنې له نړيوال پولي بحران سره د مقابلې لپاره د چين د تدبيرونو په اړه وې. صدراعظم ون جيا باو د څلور زره ملياردو يوانو په ارزښت د چين د پانګونې د پلان په هکله وويل

په دغه پلان کې د حکومتي پانګونې د پياوړتيا، د صنعتی چارو د تنظيمولو او پرمخبيولو د پراختيا، د علومو او تخنيکونو د پرمختګ او د ټولنيز ضمانت د کچې د لوړتيا په ګډون څلور برخې شاملې دي. د حکومتي پانګونې پياوړتيا تر ټولو مستقيم او اغېزمن تدبير ګڼل کېږي. حکومت به له پولي بحران سره په مقابله کې يو زر او يو سلو اتيا مليارډ يوانه ولګوي. بر سېره پردې به حکومت د يو شمېر پروژو د أبادولو په ترڅ کې ټولنيزې او شخصي پانګونې هم راجلب کړي.

صدراعظم ون جيا باو زياته کړه د يو زره او يو سلو اتيا مليارډو يوانو حکومتي پانګې به په

عمده توګه د وګړيو د ژوند د ښه والي، د تخنيکونو د پرمخ بيونې، د چاپيريال ساتنې او د لويو بنسټيزو تاسيساتو د جوړولو په ګډون په بېلا بېلو ساحو کې وکارول شي. د چين حکومت به د مالياتو د کمښت، وګړيو ته د ډېرو کاري فرصتونو د برابرولو او د ټولنيز ضمانت د بشپړتيا په برخوکې لا نور تدبيرونه هم ونيسي.

ون جيا باو پر دې ټينګار وکړ چې چين د اوسني پولي بحران په اړه پوره پېژندنه لري او له دې سره د مقابلې لپاره يې بشپړې تياريانې نيولی دي.

له اوسني پولي بحران سره د مقابلې لپاره مو د اوږدې مودې تياريانې نيولې او د نورو ستونزو د له منځه وړلو لپاره مو پلانونه هم جوړ کړي دي چې هر وخت د اقتصاد د هڅونې نوې تګلارې خپرولای شو.

د چين حکومت د نړيوال پولي بحران پر وړاندې هغه موخه هم وټاکله چې سږ کال د کورني توليد عمومی ارزښت د تېر کال په پرتله په سلو کې اته زيات شي.د چين له خوا د دغې موخې د اوړندی کولو له امله د نړيوالې ټولنې ډېرې پاملرنې راجلب شوې. صدراعظم ون جيا باو په دې هکله وويل که څه هم دغې موخې ته رسېدنه يو اسان کار نه دی، خو د کوششونو له لارې به سر ته سيدای شي.

چين د دوه زره مليارډو امريکايي ډالرو په اندازه د بهرنيو اسعارو زيرمه او پر امريکا تر ټولو لوی کريدت ورکوونکي هېواد ګرځېدلی دی. صدراعظم ون جيا باو په دې وويل چين بايد تر هر څه دمخه خپلې ګټې وساتي او پر همدی مهال نړيوال پولي ثبات په نظر کې ونيسي. چين د امريکا اقتصادي پرمختګ ته ډېره پاملرنه کوي. د امريکا نوی

حکومت له نړيوال پولي بحران سره د مقابلې لپاره يو لړ تدبيرونه نيولي دي او چين د دغو تدبيرونو اغېزو ته د امېد سترګې غړوي.

امريکا ته مو ډېر زيات پورونه او البته موږ د خپلو پانګو امنيت ته پام کوو. په ريښتيني توګه زه لږ څه انديښمن يم. نو موږ له امريکا څخه غواړو چې د چيني پانګو امنيت ته ضمانت برابر کړي.

د چين صدراعظم ون جيا باو په همدې ورځ د پولي چارو په اړه د شلو هېوادونو ډلې سرمشريزې غونډې، د دالای لاما ډلې د مسئلې، د چين او فرانسې ترمنځ د اړيکيو، له بهرنيو اسعارو سره د يوانو د تبادلوي ارزښت، د تايوان تنګي د دواړو غاړو ترمنځ د اقتصادي او سوداګريزو اړيکيو، د هانکانګ او مکاو له پرمختګ څخه د مرکزي حکومت د ملاتړ او د شانګهای د همکارۍ له سازمان سره د چين د همکارۍ په اړه د خبريالانو پوښتنو ته هم ځوابونه ورکړل.

اړوند خبرونه او مضمونونه
تبصرې
خبرونه او پروګرامونه په غږ کې
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved.
16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040