په نينګ شيا کې د اسلامي خوړو د چمتو کولو لپاره د چين د شمال لويديځ تر ټولو لويه اډه جوړه شوه

cri     (GMT+08:00) 2009-04-21 17:01:06

په وروستيو ورځو کې د نينګ شيا د هوي قوم د خپلواکې سيمې د هو شنګ جې په نامه د خوړو د محدود شرکت عمومی مديره ليو جون يان ډېره بوخته ده . ځکه چې په نژدی راتلونکي کې به له ماليزيا او ټايلنډ څخه راغلی سوداګران د هغې له شرکت څخه ليدنه کتنه وکړي او هيله منه ده چې د اسلامي خوړو د جوړولو په برخه کې ور سره همکاری وکړي.

مېرمن ليو جون يان وويل :بهرنی سوداګران زمونږ شرکت ته ډېره پاملرنه کوي چې لامل يې دا دی چې دوی نه يوازی د اسلامي خوړو د بازارونو پر راتلونکي پوره باور لري، بلکې زمونږ د شرکت په شاو خواوو کې زمونږ شرکت په شان زياتې فابريکې پرتې دي.

د ليو جون يان شرکت د نيګ شياد اين چوان د ده شنګ د هغې صنعتي سيمې د اسلامي خوړوو د چمتو کولو په اډه کې پروت دی چې مساحت يې دوه سوه هکتاره دی . هغې وويل: په دغه سيمه کې د اسلامي خوړو د توليدولو لپاره څه د پاسه دېرش تصدۍ شته دي چې توليدي ارزښت يې له يو مليارډ يوانو څخه اوښتی دی . اوس دغه اډه د چين په شمال لويديځ کې د اسلامي خوړو د توليدولو په برخه کې تر ټولو لويه اډه ده.

اسلامي خواړه په چين کې د هوي ، اويغوري او قزاق قومونو د مسلمانانو ورځني اړتيا پوره کوي چې نه يوازی د توليدولو، چمتو کولو او ليږدولو او اداره کولو په برخو کې د ځانګړتياوو مراعات کوي بلکې د عصري لګښتي نظريې سره هم سمون لري يعنی مشتريانو ته هغه خواړه برابروی چې روغتيا ته هيڅ ضرر نه رسوي.

شينو خوړو په توګه بلل کيږي.

اوس مهال اسلامی خواړه د چين د خوړو په بازار کې زياتې برخې نيسي . د اټکل له مخې د چين په نژدی دوه زره او دری سوه ښارونو او ولسواليو کې چې د چين د ښارونو او ولسواليو د عمومي شمېر په سلو کې ٩٧ اعشاريه ٣ برخه نيسي، څه د پاسه يو لک شل زره مغازې شته دي چې اسلامي خواړه پلوري.

د ا ين چوان د ده شنګ د صنعتي سيمې د اداري کميټې مرستيال يانګ تاو وويل : په وروستيو کلونو کې د اسلامي خوړو د توليدولو چارو د پر له پسي پرمختګ له امله د دغو چارو د عصري کېدو ګامونه هم ګړندی شوي دي .اسلامی خواړه نه يوازی د مسلمانانو د ورځني ژوند د اړتيا وړ شيان دي ، بلکې د ښه جنس او روغتيايی خوړو په توګه هم بلل کيږي.د نوموړي صنعتي سيمې د اداري کميټې مرستيال يانګ تاو وويل : اسلامی خواړه د چين د خوړو د توليدولو صنعت د خلکو د ژوند يوه نه بېلېدونکی برخه ګرځېدلې ده.

د چين د هوي قوم د يوازني خپلواکې سيمې په توګه د نينګ شيا له خوا توليد شوي اسلامي خواړه د جنوب ختيځې أسيا په اسلامي هېوادونو کې ډېر شهرت لري. نينګ شيا د اسلامي خوړو او د مسلمانانو د اړتيا وړ توکيو د توليدولو په برخه کې تفوق لري . خو له اوږدې مودې راهيسې د دغې سيمې د اسلامي خوړو ډولونه او د پلورلو اندازه ډېره کمه وه، دغه راز د جوړولو لارې چارې يې هم وروسته پاتی وې . نو ګن شمېر وګړي له زياترو اسلامي خوړو سره بلد نه وو.

د نينګ شيا د هوي قوم خپلواکې سيمې حکومت په ٢٠٠٦ کال کې د اسلامي خوړو د پرمختيايی امکاناتو د موندلو لپاره پرېکړه کړې چې د اين چوان د ده شنګ صنعتی سيمه د چين په شمال لويديځ کې د اسلامي خوړو د توليدولو د تر ټولو لويې اډې د جوړولو لپاره کوشش وکړي.

د وروستيو دوو کلونو له پرمختګ وروسته په دې سيمه کې د اسلامي خوړو د توليدولو په برخه کې څو مشهورې تصدۍ راغونډې شوي دي.

په همدی وخت کې د نينګ شيا مرکز اين چوان ښار هم د امتيازي تګلارې په صادرولو سره ټاکلی چې د اسلامي خوړو او اړوندو توکيو توليدولو لويې تصدۍ د کرنې لپاره د مرستندويه پيسو ،د صنايعو لپاره د پرمخيتايي پيسو او له علومو او تخنيکونو څخه د ملاتړ د پيسو او منځنيو او کوچينو تصديو ته د پورونو برابرولو په شمول د بېلا بېلو امتيازي تګلارو څخه د ګټه اخيستلو تر څنګ له ٢٠٠٦ کال څخه هر کال له ښاروالي څخه پنځه مليونه يوانه تر لاسه کړي چې د نويو توليداتو د څيړنې ، د بازار د پراخوالي او د کارکوونکيو د روزنې په برخو کې وکارول شي.

ليو جون يان وويل چې د اسلامي خوړو توليدولو تصدۍ د نينګ شيا د ځانګړي تفوق او په نوموړي سيمه کې د زياتو صنايعو د راغوندونکيو د اغيزو په اتکا سره په اسانه توګه غښتلی شي ، امکان شته چې اسلامی خواړه د لازياتو عامو وګړيو له خوا ومنل شي.

اړوند خبرونه او مضمونونه
تبصرې
خبرونه او پروګرامونه په غږ کې
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved.
16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040