په چين کې د کتاب لوستلو عادت

cri     (GMT+08:00) 2009-04-28 18:00:10

ګرانو اورېدونکو، د اپريل دری وېشتمه نېټه د لوست د نړيوالې ورځې سره برابره وه . د روان کال په همدې ورځ د چين د بېلا بېلو کچو حکومتونو ، کتابتونونو ، کتابو پلورنځيو او ښوونيزو سازمانونو له خوا ډول ډول فعاليتونه تر سره شول او خلک دې ته تشويق شول چې د زياتو غوره کتابونو د لوست او مطالعې له لاری خپلې پوهه لوړه کړي .

( اواز ١ )

د اپريل په دری وېشتمه نېټه په بېجينګ کې د ملي کتابتون له خوا يو فعاليت تر سره شو چې يو شمېر لوستونکو او د کتابتونونو کارکوونکو په داسی حال کې چې نری باران اوريده ، د دغه کتابتون په ډګر کې مشاعره تر سره کړه ، کتابونه يې يو بل ته تبديل کړي او وروسته يی له نوي ديجي کتابتون څخه ليدنه کړېده.

بر سيره پر دی، د چين په بېلا بېلو ولايتونو او ښارونو کې د وګړيو د لوست او مطالعې فعاليت د هڅولو لپاره هم ډول ډول فعاليتونه تر سره شول .د اپريل په دری وېشتمه نېټه د چين د ماشومانو د لوست کال په اړه فعاليت په تيان جين کې پيل شوی چې د ماشومانو د لوست ښه عادت رامنځته شی. په شانګهای کې هم د ٢٠٠٩ کال د ټولو وګړيو د لوست او مطالعې فعاليت تر سره شوی . په شيا من او بېجينګ کې د کتاب پلورنځيو او ځينو انترنيټي کتاب پلورنځيو له خوا په ټيټه بيه د کتاب پلورلو فعاليتونه پر ځاي شوي دي.

د چين په منځنيو او لومړنيو ښوونځيو کې د ماشومانو د لوست او مطالعې د علاقې او مينې د پياوړتيا لپاره هم يو لړ فعاليتونه سر ته رسېدلي دي. د بېجينګ د ښوونکو د پوهنتون په اړه ازمويښتي ښوونځی هر کال د اپريل مياشت د لوست د مياشتې په توګه ټاکلی او اړوند فعاليتونه تر سره کوي. ښوونکې دنګ چيون اينګ خبريالانو ته وويل

(اواز ٢ )

د ماشومانو د لوست او مطالعې په هکله د دې ځل فعاليت عمده موضوع د هغو کتابونو لوستل دي چې پلار او مور يې د ماشومتوب په موده کې ورزده کوي ، دغه راز د فعاليت په مهال کې د لوست غوره کورنۍ وټاکل شوې .

اوس په چين کې ګڼ شمېر ځوانانو د کتاب د لوستلو ټولنې جوړې کړي چې په ټاکلی وخت کې د لوست او مطالعې د تجربو تبادله کوي. د ځينو کتابتونونو او څېړونکو سازمانونو له شمېرنې سره سم چينايان د ناولونو او د ژوند د معلوماتو په اړه له کتابونو سره ډېره مينه لري ، په وروستيو کلونو کې د اقتصاد او فني روزنې په اړه زياتو کتابونو ښه بازار درلود.

په چين کې د مشهور انترنيتي کتاب پلورنځی يعنې د دانګ دانګ انترنيتي کتاب پلورنځی مرستيال چن تنګ هوا خبريالانو ته وويل له وروستيو کلونو راهسې د دوی د پلور اندازه هر کال په سلو کې سل زياتيږي. د روان کال په لومړنيو دريو مياشتو کې دغه اندازه يو سل او شل سلنې ته رسېدلې چې دغه شمېر په تيرو کلونو کې ساری نه لری. له دی څخه څرګندېږي چې د اقتصادي بحران په وړاندی د نورو هېوادونو د وګړيو په شان د چينايانو د لوست غوښتنې پياوړی شوی دی.

(اواز ٣ )

د تېر کال له دوهمې نيمايې راهيسې په انترنيت کې د دانګ دانګ د کتاب پلورنځې د پلور اندازه نه ده ټيټ شوی چې د تېر کال په لومړنۍ نيمايي کې د پلورلو اندازې په پرتله زياته شوی ده.

د چين په لويو ښارونو کې زيات شمېر لوستونکي د انترنيت په ګډون له نوي تخنيکونو څخه په استفادی سره کتابونه لولي چې د کتاب لوستلو په اړه زياتې ويب پاڼې پرانيستل شوې . د اپريل په دوه وېشتمه نېټه د انترنيت له لاری د ټولو وګړيو د لوستلو ويب پاڼه په بېجينګ کې پرانيستل شوه. ددغې ويب پاڼې چارواکی شيه ګوانګ څای وويل ( اواز ٤ )

موږ به په راتلونکی کې په انترنيت کې لوستونکو ته يو ښه ډګر برابر کړو چې ددوی بېلا بېلې غوښتنې پوره کړو او د دوی له وړانديزونو سره سم به د کار پوهانو يوه ځانګړی کميټه هم جوړه کړو تر څو کولی شو ددوي په سپارښتنه لا زيات غوره کتابونه لوستونکو ته معرفي کړو.

اړوند خبرونه او مضمونونه
تبصرې
خبرونه او پروګرامونه په غږ کې
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved.
16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040