د ون چوان ولسوالۍ له زلزلې وروسته د چيانګ قوم د کلتور د بيا أبادۍ حالات

cri     (GMT+08:00) 2009-05-06 17:28:48

ګرانو اورېدونکو، د تېر کال د می په ١٢ نېټه د چين په سه چوان ولايت کې سختې زلزلې وشوی او د زلزلې مرکز د چين د چيانګ قوم د ګڼ شمېر وګړيو د اوسېدو په سيمه کې پروت دی، د سختې زلزلې له امله د چيانګ قوم دوديز کلتور ته زيات زيانونه رسېدلي دي. د هنر او کلتور پروګرام په نننۍ کړۍ کې به تاسو ګرانو اورېدونکو ته له زلزلې څخه يو کال وروسته د چيانګ قوم د کلتور د بيا أبادۍ کارونو په اړه ځيني معلومات وړاندی کړو.

( اواز ١ )

ګرانو اورېدونکو، تاسو همدا اوس د مېرمن وانګ جن فانګ له خوا ويل شوی سندره واورېده. ٤٤ کلنه وانګ جن فانګ د چيانګ قوم ښځينه ده او د سه چوان ولايت د اينګ شيو ښارګوټی په يوو ځه شي کلی کې اوسېږي. هغه نه يوازی د سندرو په ويلو ، بلکې په ډول ډول لاسی کارونو کې ډېره تکړه ده . خلکو د دې له مهارت څخه د چيانګ قوم کلتور د پرمختګ راتلونکی ليدلی دی.

چيانګ قوم د چين يو ډېر لرغونی قوم دی چې تر اوسه پوری څه د پاسه دری زره کلن تاريخ لري . په لرغونو پيړيو کې د چيانګ قوم وګړيو په عمده توګه د چين په شمال لويديځه سيمه کې ژوند کولو او وروسته په تدريج ډول سه چوان ولايت ته کډه شول . دوی د غرونو په لمنو کې اوسېږي او هلته ژوند خوښوي.

تر زلزلې وروسته د چين حکومت او د تاريخی کلتوري اثارو د ساتنې او د کلتوري ميراثونو د څېړنې ولسی څانګو سمدلاسه يوه ځانګړی کاري ډله جوړه کړه چې زلزله ځپلو سيمو ته د زيانمن شويو وګړيو تاريخی او کلتوري اثارو د حالاتو پلټنې وکړی او د هغو د ساتنې وړانديزونه يی وکړل. د چين د کلتور د وزارت په ګډون څو وزارتونو د چيانګ قوم د کلتوری ايکولوژۍ ساتنې د ازموينی سيمې د جوړولو اعلان وکړ او د پلانونو لنډيز يی خپور کړ چې د سه چوان او شان شي په ولايتونو کې د چيانګ قوم د وګړيو د اوسېدو يو شمېر سيمې د ساتنې په ساحه کې شامل شوی دی او دولت به په نوموړو سيمو کې د تاريخی کلتوري اثارو او د نامادی کلتوري ميراثونو د وارثانو له ساتنې څخه مالی ملاتړ وکړي.

د چين د کلتور د وزارت مرستيال جو هه پينګ وويل د چيانګ قوم خلک خپل ليک دود نه لري ، دوی نسل په نسل او خوله په خوله خپل کلتور خپروي، نو بايد د وارثانو د ساتنې کارونه پياوړی او د دوديز کلتور د خپرولو لپاره اړوند ځايونه جوړ شي او له ديجيټلی تخنيکونو څخه په استفادی سره د چيانګ قوم د کلتور د خپراوی لړۍ او اغېزی پراخې شي .

(اواز ٢ )

د چيانګ قوم کلتور ددغه قوم د وارثانو له خوا خپرېږي، نو د وارثانو د ساتنې کارونه کليدي کارونه دي.

بې چوان د چين د چيانګ قوم يوازنی خپلواکه ولسوالۍ ده . د چيانګ قوم د کلتور د خپرېدو لپاره د بې چوان منځني ښوونځي له زلزلې وروسته په ځانګړی توګه د چيانګ قوم د کلتور او د دغه قوم د سندرو د ويلو درسونه پيل کړي دي. هره اونۍ دوه درسونه د ځانګړو ښوونکو له خوا زده کوونکو ته زده کړې ورکول کېږي. ښوونکی شو خبريال ته وويل ( اواز ٣ )

اوس موږ د چيانګ قوم د کلتور په اړه اړوند کتابونه چاپوو او وروسته به يی په ښوونځی کې زده کوونکو ته وويشو.

د چيانګ قوم د وګړيو شمېر څه د پاسه دری سوه زره تنو ته رسېږي او په کې اتيا سلنه د سه چوان په ولايت کې د ابا د تبت او چيانګ قومونو د خپلواکی لويی ولسوالۍ په ماو او ون چوان ولسواليو او د ميان يانګ ښار د بې چوان د چيانګ قوم په خپلواکی ولسوالۍ کې اوسېږي. د تېر کال د می په ١٢ نېټه له سختې زلزلې وروسته په نوموړو سيمو کې د چيانګ قوم د کلتور د ساتنې او بياابادۍ کارونه ګام په ګام تر سره شوي دي. د چيانګ قوم خلک او ټول چينايان د دغه قوم کلتور ته پاملرنه کوي. موږ هيله لرو چې د چيانګ قوم کلتور به په راتلونکی کې لازيات پرمختګ وکړي.

اړوند خبرونه او مضمونونه
تبصرې
خبرونه او پروګرامونه په غږ کې
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved.
16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040