د ون چوان له زلزلې وروسته د بيا ابادۍ په کارونوکې ستر برياليتوبونه تر لاسه شوي دي
د چين د نړيوالې راډيو د خبر له مخې،د چين د دولتي شورا مطبوعاتي دفتر د مې په اتمه نېټه د ون چوان د زلزلې ځپلو سيمو د بيا ابادۍ د کارونو په اړه يوه مطبوعاتي غونډه تر سره کړه.د چين د پرمختګ او اصلاحاتو د کميټې د مشر مرستيال مو هونګ وويل اوس د بيا ابادۍ په کارونو کې زيات پر مختګ شوی دی دي.
مو هونګ وويل د سږ کال د اپرېل تر پايه پورې د سه چوان،ګان سو او شان شي ولايتونو د زلزلې ځپلو سيمو د بيا أبادۍ لپاره درې سوه شپيته مليارډه يوانه لګول شوي دي،د بېلګې په توګه،په دغو دريو ولايتونو کې د اوسپنيزېو لارو او هوايي ډګرونو په شمول مهم بنيټيز ترانسپورتی تاسيسات ترميم او په کار لويدلي دي