د سه چوان ولايت په ون چوان ولسوالۍ کې د سترې زلزلې د لومړۍ کليزې د يادونې احترام مراسم په ينګ شيو علاقه داري کې پر ځای شول.
د چين د نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د سه چوان ولايت په ون چوان ولسوالۍکې د سترې زلزلې د لومړۍ کليزې د يادونې مراسم د مې د دوولسمې نېټې له غرمې وروسته د سه چوان ولايت د ون چوان ولسوالۍ په ينګ شيو علاقه دارۍ کې تر سره شول. د چين د دولت رئيس هو جين تاو په شمول زيات ګوندي او دولتي مشرانو او د بېلا بېلو ټولنو د استازيو په شمول په سلګونو تنو په دغو مراسمو کې ګډون وکړ.
رئيس هو جين تاو د مراسمو په ترڅ کې يوه مهمه وينا وکړه او تر دې وروسته يې د يو سپين ګل په راوړلو سره د درناوي په توګه د سترې زلزلې د ياد ونې دېوال په لور ګامونه پورته کړل. هغه د درناوي لپاره خپل ځان ټيټ کړ او په خپلو لاسونو يې سپين ګل د درناوي لپاره د دېوال پر کېښود.
د ٢٠٠٨ کال د مې په دوولسمه نېټه د چين د سه چوان ولايت په ون چوان ولسوالۍ کې د ريکتر اته درجې ستره زلزله وشوه چې ټولنې او خلکو ته يې ډېر ستر مالي او ځاني زيانونو ورسول.