د چين د لوي ديوال د ساتنې پروژې برياليتوبونه تر لاسه کړی

cri     (GMT+08:00) 2009-05-20 11:11:36

ګرانو اورېدونکو، د چين لوی ديوال په نړۍ کې تر ټولو لومړنۍ اوږد پوځي تاسيسات ګڼل کېږي. خو د لوي ديوال اوږدوالی څومره دی؟ له اوږدې مودې راهيسې سم ځواب نه دی تر لاسه شوی . په وروستيو ورځو کې د چين د تاريخ اثارو اداری او د مساحی اداری په ګډه اعلان کړی چې د لوي ديوال عمومي اوږدوالی اته زره اته سوه او يو پنځوس اعشاريه اته کيلو متره دی. دا لومړۍ ځل وچې چين د لوي ديوال د دقيق اوږدوالي اعلان وکړ. دغه عمل د لوي ديوال د ساتنې په بهير کې يوه پروژه ده، له دی څخه څرګندېږي چې د چين د لوي ديوال د ساتنې پروژی برياليتوبونه تر لاسه کړی او د لوي ديوال د ساتنې په اړه د راتلونکي عمومي پلان د جوړولو لپاره اغېزمن بنسټ برابر کړی دی. د هنر او کلتور پروګرام په نننۍ کړۍ کې به تاسو ګرانو اورېدونکو ته د چين د لوي ديوال د ساتنې په اړه ځينې معلومات وړاندی کړو.

د لوي ديوال د ابادولو کارونه له ميلاد مخکې په اومه او اتمه پيړۍ کې پيل شوي او څه د پاسه دوه زره کلونه يی دوام درلود چې په بېلا بېلې زمانې کې د لوي ديوال د ابادۍ بهير د چين په زياتو ولايتونو ، خپلواکی سيمې او د مرکزي حکومت تر مستقيمی اداری لاندې په ښارونو کې تر سترګو کېږي. د مينګ سلسلې لوي ديوال چې له ١٤ پيړۍ څخه تر ١٦ پيړۍ پورې جوړ شوی، په تاريخ کې تر ټولو لوی او محکم لوی ديوال دی . دغه ځل د حکومتي اداری له خوا د دغه لوی ديوال اوږدوالی اعلان شو.

له اوږدې مودې راهيسې د لوي ديوال د اوږدوالی په اړه کوم مشخص معلومات او شمېرنه موجود نه وه . د چينايانو په خولو ، لوي ديوال د پنځه زره کيلو مترو لوي ديوال په توګه بلل کېږي چې د ډېر اوږد لوي ديوال معنا لري.

د څه د پاسه دوه زره کلونو راهيسې د پر له پسی ابادولو او ترميمولو له امله لوي ديوال لا نور هم کلک شوی چې د چينايانو په زړونو کې د لرغونې ودانۍ پرته هم د ملي روحيې يوه نښه ده. لوي ديوال د چينايانو د زيار کښلو او زړورتوب د هڅو خوځنده ځواک دی.

د چين د لوي ديوال د څېړنې کار پوه او د لوي ديوال د انسټيټوټ افتخاری مشر ٨٥ کلن لوه جه ون د تېرې پيړۍ د پنځمې لسيزې له پيل څخه د لوي ديوال د څېړنې او ساتنې په کارونو کې ګډون کړی . هغه مهال چين د لوي ديوال د ساتنې لپاره څو تدبيرونه نيولی وو.

اوس په چين کې د لوي ديوال د ساتنې جامع پلان روان دی چې له ٢٠٠٥ کال څخه تر ٢٠١٤ کال پورې د لوي ديوال د معلوماتو څېړنې بشپړې کړي ، د لوي ديوال د تاريخی اثارو سندونه او د لوي ديوال د ساتنې بشپړ پلان جوړ کړي،د لوي ديوال د ساتنې برخې او د ابادۍ د کنټرول سيمې وټاکي او د لوي ديوال د مهمو سيمې د ژغورنې او ساتنې کارونه تر سره کړي، خو په کې لومړنۍ مهم کار د لوي ديوال د معلوماتو په اړه څېړنه ده.

په ٢٠٠٧ کال کې د چين د مساحې ادارې او د تاريخی اثارو اداری د مينګ سلسلې د لوي ديوال د پلټنې لپاره همکاری وکړه چې څو سوه تنو پلټونکو په دوو کلونو کې د مينګ سلسلې د لوي ديوال په اوږدو لسو ولايتونو ، خپلواکو ادارو سيمو او د مرکزي حکومت تر مستقيمی اداری لاندې په ښارونو کې له پرمختللو تخنيکونو څخه په ګتې اخيستو سره د لوي ديوال مشخص اوږدوالی پلټنې وکړه.

د اړوندو پوهانو د خبر له مخې، نوموړی پلټونکو د مينګ سلسلې د لوي ديوال د ساتنې او اداری حالاتو او د طبيعی او انسانی زيانونو په اړه هم پلټنې تر سره کړی چې زياتې مفصلې او بشپړې شمېرنې يې تر لاسه کړی چې د لوي ديوال د ساتنې پلان د جوړولو او طرح کولو او هم د ساتنې او ابادۍ لايحې او د لوي ديوال په اړه د ارشيف د جوړولو لپاره يی مساعده زمينه برابره کړی ده.

د اوږدې مودې او ټولنيزو بدلونونو له امله لوي ديوال تل له سختو طبيعی او انسانی زيانونو سره مخامخ شوی . چين په ٢٠٠٦ کال کې د لوي ديوال د ساتنې د مقرراتو اعلان کړ چې هېچا يا هېڅ څانګې ته د لوي ديوال د ويجاړولو او انتقالولو اجازه نشته. د لوي ديوال د ساتنې کار پوه لوه جه ون وويل دا د کلتوري ميراث لپاره

يوازني ځانګړی مقررات دي. دده په اند لوي ديوال به د ياد شوی پلان د پلی کېدو له لاری په ښه توګه وساتل شي.

اړوند خبرونه او مضمونونه
تبصرې
خبرونه او پروګرامونه په غږ کې
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved.
16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040