د چين د بېړيو د ځغاستې جشن

cri     (GMT+08:00) 2009-05-26 10:31:23

د هغو بېړيو د ځغاستې جشن چې بڼه يې د ښامار په شان ده او د چين د کرنيزې جنترۍ له مخې هر کال د پنځمې مياشتې له پنځمې نېټې سره برابر وي . په دغه جشن کې پر کښتيو ځغلولو سربېره خلک هغه وړه کڅوړه چې له خوشبو شيانو څخه ډکه وي ، پرغاړه تړي او يو ډول خوراک خوري چې په بانسی پاڼو تړل کيږي او پکې سريښناکې وريجی او وچې ميوې يا غوښې پکې وي.اوس مهال دغه جشن د يو رسمي جشن په توګه د چين د حکومت له خوا ټاکل شوی دی .په ننني پروګرام کې به تاسو ته د چين د نوموړي جشن په باب څه ناڅه په زړه پورې معلومات وړاندې کړو.

ويل کيږي چې دغه جشن د هغه وطن پرست شاعر چيو يوان د يادونې نمانځنې په ياد ټاکل شوی چې څه باندې دوه زره کاله دمخه يې په سيند کې ځان واچاوه.په هغه وخت کې د چين په پراخه ځمکه کې څوکوچنی هېوادونه موجود وو او يو له بل سره يې جګړې وکړې.د چو نومی ملک چې د چيو يوان وطن و، د چين د جنوبي برخې د يانګ ځه سيند پر غاړه پروت و او د ټول چين د واکمنۍ د تر لاسه کولو لپاره يې د چين په نامه له ملک سره جګړه کوله . شاعر چيو يوان د چو ملک يو اشراف و او د دغه ملک پاچا ته يې د دولتي چارو د اصلاح په هکله زيات ګټور وړانديزونه وکړل، خو د ده وړانديزونه د محافظه کارو چارواکيو له مخالفت سره مخامخ ول ، دوی د پاچا په وړاندې په پر له پسې توګه پر چيو يوان باندې تورونه ولګول چې په پايله کې چيو يوان له خپلې مهمې دندې څخه ګوښه کړی شو او د سخت خپګان او پرېشانۍ له امله يې د خپلې غټې ارادې او د خپل ملک د خدمتونو په هکله زيات شعرونه وليکل.

ورپسې چيو يوان د اوسنی چين د هو نان د مي لو سيند ته نژدی سيمې ته وشړل شو او د سيمه ايزو وګړيو درناوی او زړونه يې تر لاسه کړل. خو لږه موده وروسته خبر شو چې د چو ملک پلازمينه د چينګ ملک د پوځ له خوا ونيول شوه چې له امله يې ډېر غمجن شو او د ميلاد نه مخکې د دوه سوه اته اويايم کال د پنځمې مياشتې په پنځمه نېټه يې د مي لو په سيند کې ځان واچاوه او مړ شو.

سيمه ايزو وګړيو د دغه خبر له اوريدو وروسته د خپلو کښتيو په وسيله د چيو يوان مړی پيدا کولو کوشش وکړ.خو مړی يې پيدا نه کړ، نو په سيند کې يې هغه بانسي ټوټې وغورځولې چې وريجی پکې اچول شوی وې څو چې د چيو يوان مړی د کبانو له خولو څخه وژغورل شي ، د دی ترڅنګ ځينو وګړيو په سيند کې ژيړ شراب وشيندل چې له امله يې کبان او خزندې وشړل شي او د ده مړی وساتل شي. ورپسې هر کال د کرنيزې جنترۍ له مخې د پنځمې مياشتې په پنځمه نېټه خلکو د شاعر چيو يوان د يادونې لپاره په سيند کې بانسي ټوټې غورځولې ، ورپسې دغه مراسم دوديز شوی او وګړي د بانسي ټوټو پر ځای هغه خوراک په سيند کې غورځوي چې په بانسی پاڼو تړل کيږي او پکې سريښناکې وريجی او وچې ميوې يا غوښی پکې ايښودل شوې وي.

سربېره پردی په دغه جشن کې يو لړ ولسي فعاليتونه هم تر سره کيږي د بېلګی په توګه زمونږ د نيکه ګانو په أند د پنځمې مياشتې له پنځمې نېټې نه هوا ډېره توديږي چې د لړمانو ، زنځو او مارانو د تکثير لپاره ډېره مساعده ده او ساری ناروغۍ هم خپريږي. نو په دغه جشن کې د شيطان شړلو او کور پاکولو لپاره ځينی فعاليتونه تر سره کيږي.

د چين د ځمکې مساحت ډېر پراخ دی ، نو په بېلا بېلو ځايونو کې دغه جشن په بېلابېلو دودونو لمانځل کيږي ، خو د کښتيو ځغاستی ،د ياد شوي ځانګړي خورک خوړل او د ژيړ شراب څښل په مختلفو ځايونو کې مروج دي.

د ټولنې د چټک پرمختګ او ښاري کېدو له امله په دغه جشن کې فعاليتونه ساده شوی دی. په وروستيو کلونو کې د چين حکومت د لرغوني دودونو او عادتونو د ساتلو لپاره ډېره هڅه کړې ده. د پسرلني جشن، د چينګ مينګ ورځ چې پکې وګړي مړه شوي خپل خپلوان يې يادونه کوي ، او د دوان وو په نامه د جشن په شمول ځينې دوديز اخترونه د چين د نامادي کلتوري ميراثونو په لېست کې شامل شوي او د رسمي جشنونو په توګه ټاکل شوی دی .

د بېجينګ ښاروالي به د روان کال د کښتيو د ځغاستې جشن د لمانځنې لپاره زيات ولسي فعاليتونه ترسره کړي ، مثلا د ښار په بېلا بېلو سيمو او ولسواليو کې به د کښتيو ځغاستې سيالۍ پر ځای شی.

اړوند خبرونه او مضمونونه
تبصرې
خبرونه او پروګرامونه په غږ کې
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved.
16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040