چين ورځ په ورځ د نامادی کلتوري ميراثونو ساتنې ته ډېره پاملرنه کوي

cri     (GMT+08:00) 2009-06-03 15:50:04

ګرانو اورېدونکو، د جون ١٣ نېټه په چين کې د کلتوري ميراثونو د ساتنې څلورمه کليزه ده. روان کال د کلتوري ميراثونو د ورځې عمده کار د نامادی کلتوري ميراثونو ساتل دی. د چين د کلتور وزارت د تېر مې په ٢٧ نېټه اعلان وکړ چې په هغه مهال به د نامادی کلتوري ميراثونو په اړه ډول ډول نندارتونونه او غونډې جوړې شي چې په چين کې د نامادي کلتوري غنی ميراثونه به ايښودل او د نامادي کلتوري ميراثونو د ساتنې په اړه به د وګړيو د شعور په پياوړتيا کې کارنده رول ولري. چين په دې وروستيو کلونو کې نامادی کلتوري ميراثونو ساتنې ته ډېره پاملرنه کړی چې په دې برخه کې يې ستر برياليتوبونه هم تر لاسه کړي دي. د هنر او کلتور پروګرام په نننۍ کړۍ کې به تاسو ته ځانګړی په زړه پورې معلومات درکړو.

د نامادي کلتوري ميراثونو د وارثانو ساتنه د نامادی کلتوري ميراثونو د ساتنې لپاره يو مهم تدبير دی. دوی د نامادی کلتوري ميراثونو په اړه زياتې پوهنی او تکړه مهارتونه لري چې نسل په نسل د نامادی کلتوري ميراثونو د خپرېدو استازيتوب کوي.

د ٢٠٠٦ کال تر جون وروسته چين د هېواد په کچه د نامادی کلتوري ميراثونو د ٧٧٧ تنو وارثانو نومونه خپاره کړل چې ځينی مهم نامادی کلتوري ميراثونه په موثره توګه ساتل شوی دی. د چين د کلتور وزارت مرستيال جو هه پينګ وويل (اواز ١ )

وارثان د نامادی کلتوري ميراثونو د ساتنې او خپرېدو لپاره ډېر مهم رول لوبوي.

په وروستيو کلونو کې چين د ډول ډول مراسمو او نندارتونونو د جوړولو له لاری د هېواد په کچه د نامادی کلتوري ميراثونو د وارثانو د اړوندو فعاليتونو ملاتړ کړی دی. د چين د کلتور وزارت به د جون له ١٢ نېټې څخه تر ١٤ نېټې پورې په بېجينګ کې د ملي لږکيو د دوديزې موسيقۍ او نڅاوو ځانګړی ننداری جوړې کړي او د هېواد په کچه به د نامادی کلتوري ميراثونو د ١٣ تنو وارثانو په ګډون ١٦٠ تنه ولسی هنرمندان په کې ګډون وکړي. د نوموړو نندارو سر لارښوونکی تيان چينګ وويل

(اواز ٢ )

که څه هم د چين د ٥٥ ملي لږکيو د وګړيو شمېر د هان قوم په پرتله لږ دی، خو د نامادی کلتوري ميراثونو يوه ډېره مهمه برخه جوړوي، دوی په سندرو او نڅاوو کې ډېر تکړه دي.

د کلتوري ميراثونو د سږنۍ کليزې د يادونې په موده کې به د چين د نامادی کلتوري ميراثونو د دوهمی دوری نړيوال فيسټيوال په چنګ دو ښار کې تر سره شي. تېر کال د سختې زلزلې له امله په سه چوان ولايت کې نامادی تاريخی اثارو ،په تېره بيا د چيانګ قوم نامادی کلتوري ميراثونو ته سخت زيانونه رسېدلی دی. د چين د کلتور وزارت مرستيال جو هه پينګ وويل د چيانګ قوم خلک خپل ليک دود نه لري ، دوی نسل په نسل او خوله په خوله خپل کلتور خپور کړی، نو بايد د وارثانو د ساتنې کارونه پياوړی او د دوديز کلتور د خپرولو لپاره اړوند ځايونه جوړ شي او له ديجيټلی تخنيکونو څخه په ګټه اخيستنې د چيانګ قوم د کلتور او دود د خپراوی لړۍ او اغېزی پراخې کړای شي .

(اواز ٣ )

د چيانګ قوم کلتور ددغه قوم د وارثانو له خوا خپرېږي، نو په دې اړه د وارثانو د ساتنې کارونه کليدي کارونه ګڼل کېږي.

د خبر له مخې، د چنګ دو د نامادی کلتوري ميراثونو د نړيوال فيسټيوال په ترڅ کې به په ځانګړی توګه د سه چوان ولايت په سختو زلزله ځپلو سيمو کې د نامادی کلتوري ميراثونو د ژغورنې او ساتنې د حالاتو په اړه به يو نندارتون جوړ شي. د م م په ښوونيز، علمي او کلتوري سازمان کې د څه د پاسه ٣٠ هېوادونو سفيران به د چنګ دو د نامادی کلتوري ميراثونو په نړيوال فيسټيوال کې د مصيبت او د نامادی کلتوري ميراثونو د ساتنې په نامه غونډه کې ګډون وکړي.

اړوند خبرونه او مضمونونه
تبصرې
خبرونه او پروګرامونه په غږ کې
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved.
16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040