چين د کلتوري ميراثونو د ساتنې لپاره کوښښ کوي

cri     (GMT+08:00) 2009-06-18 15:49:33

ګرانو اورېدونکو، د چين د کلتور وزارت له خوا د لرغونو اثارو د مهمو ځايونو د ساتنې غونډه د جون په ١٢ نېټه د چين د جه جيانګ ولايت په هانګ جو ښار کې پرانيستله شوه. د روانې مياشتې په ١٣ نېټه د چين د کلتوري ميراثونو له څلورمې ورځې سره برابره وه. د چين حکومت په ٢٠٠٦ کال کې د کلتوري ميراثونو د ورځې له ټاکلو راهيسې د کلتوري ميراثونو د ساتنې لپاره يو لړ تدبيرونه نيولي دي. د يادې شوی غونډې اصلی موضوع د مهمو لرغونو ودانيو د کنډوالو ساتل او د دولت په کچه د لرغون پېژندنې د کنډوالو د پارکونو ابادي ده. د هېواد او بېلا بېلو ولايتونو تاريخي اثارو د ادارو مشرانو ، مشهورو لرغون پېژندونکو پوهانو او د خلکو استازيو په نوموړی غونډه کې ګډون درلود او د مهمو لرغونو ودانيو او ځايونو د کنډوالو د ساتنې په اړه يې بحث او خبرې اترې وکړې.

د چين د تاريخي اثارو د اداری لرغون پېژندونکو کار پوهانو مشر او د تاريخي اثارو د ساتنې کار پوه هوانګ جينګ ليوه خبريالانو ته وويل له دی امله چې د ښاري کېدو بهير چټک شوی، نو چين بايد د مهمو لرغونې ودانيو او ځايونو د کنډوالو د ساتنې په برخه کې د پرمختګ او ساتې ترمنځ فاصلې له منځه يوسي.

(اواز ١ )

د ډېر زياتو لرغوني ودانيو او ځايونو کنډوالې په ښارونو کې شته دي او پراخوالی يې هم لوی دی . په دغو ښارونو کې د اوسېدونکو شمېر هم زيات دی. نو د لرغونو کنډوالو د ساتنې په اړه د وګړيو شعور او پوهه بايد پياوړی شي.

په دې وروستيو کلونو کې د چين حکومت د هغو نامادی کلتوري ميراثونو د ساتنې لپاره چې له خطر سره مخامخ وو، د ژغورنې او ساتنې ځانګړی پروژې تر لاس لاندې نيولې دي. د چين د کون چيو په نامه اوپيرا څه د پاسه شپږ سوه کلن تاريخ لري. د چين د کلتور وزارت د هنري څانګې مرستيال لين يونګ جيون وويل په ٢٠٠٥ کال کې د کون چيو اوپيرا د ژغورنې پروژی له تر سره کېدو راهيسې د دغې اوپيرا د اړوندو پروګرامونو جوړولو ، د هنرمندانو روزنې او له بهرنيو هېوادونو سره د کلتوري تبادلې په برخو کې ستر برياليتوبونه تر سره شوی دی.

(اواز ٢ )

له ٥ کلونو راهيسې د چين د نامادي کلتوري ميراثونو د ساتنې د ځانګړی پروژې له امله د چين د ٥ لرغونو مشهورو ادبی اثارو په ګډون د کون چيو اوپيرا ٣٨ پروګرامونو د هېواد مرستې تر لاسه کړی دی.

بر سېره پر دې، د چين حکومت د نامادي کلتوري ميراثونو د وارثانو د اړوندو فعاليتونو د هڅولو او ملاتړ لپاره هم يو لړ تدبيرونه تر سره کړی او په پر له پسی توګه يې د نامادي کلتوري ميراثونو د ساتنې لپاره اړوند قانونونه جوړ کړي دي. اوس په چين کې د هېواد، ولايتونو، ښارونو او کليو په کچو د نامادي کلتوري ميراثونو د ساتنې سيستمونه جوړېږي.

د چين د کلتور وزارت د جون په ١١ نېټه د هېواد په کچه د نامادي کلتوري ميراثونو د پروګرامونو د نويو وارثانو نومونه خپاره کړل . د چين د کلتور وزارت مرستيال جو هه پينګ په وروستيو ورځو کې په دې اړه وويل (اواز ٣ )

وارثان د نامادي کلتوري ميراثونو د ساتنې لپاره مهم خپروونکی دي. د چين د کلتور وزارت د دوو ډلو وارثانو نومونه خپاره کړی او له تېر کال څخه يې د دريو ډلو وارثانو د ثبتولو او ټاکلو پر کارونو پيل کړی.

د خبر له مخې، د چين د کلتور وزارت په ٢٠٠٦ کال کې د هېواد په کچه د نامادي کلتوري ميراثونو د لومړنی ډلې وارثانو نومونه اعلان کړی چې تر اوسه پورې د وارثانو شمېر له دوه زره تنو څخه اوښتی دی. د هېواد له اړوندو تګلارو سره سم به دوی د توکيو مرستې او د هڅولو او ستاينې جايزې تر لاسه کړي.

اړوند خبرونه او مضمونونه
تبصرې
خبرونه او پروګرامونه په غږ کې
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved.
16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040