د نامادی کلتوري ميراثونو ساتل د چينايانو ګډه نظريه ګرځېدلی ده

cri     (GMT+08:00) 2009-06-24 16:27:38

ګرانو اورېدونکو، د جون ١٣ نېټه د چين د کلتوري ميراثونو له څلورمې ورځې سره برابره وه. د روانې مياشتې په ١١ نېټه د چين د کلتور وزارت د هېواد په کچه د نامادی کلتوري ميراثونو د پروګرامونو د دريو ډلو وارثانو نومونه خپاره کړی . په ٢٠٠٦ کال کې د چين حکومت له خوا د کلتوري ميراثونو د ورځې له ټاکلو راهيسې عامه وګړيو نامادي کلتوري ميراثونو ته ډېره پاملرنې کړی. اوسنی نسل په نسل د نامادی کلتوري ميراثونو خپرول د بېلا بېلو ټولنو د پاملرنې وړ ګرځېدلی دی.

(اواز ١)

اويا کلن شيو جو چو د فو جيان ولايت په جانګ جو ښار کې د نانځکی د شپږم نسل وارث دی . دده له خوا جوړې شوی نانځکی د امريکا، سينګاپور، کوريا جمهوريت ، جاپان او استراليا په ګډون په يو شمېر هېوادونو کې ننداری ته وړاندی شوی او د څه د پاسه ٥٠ هېوادونو او سيمو په موزيمونو کې يې نمونې اېښودل شوی دی، بر سيره پر دی، دده له خوا توليد شوی توکي هم څو څو ځله د قيمتي سوغاتونو په توګه د بېلا بېلو هېوادونو مشرانو ته ورکړل شوی دي.

په ٢٠٠٧ کال کې د چين د کلتوري ميراثونو د دوهمې ورځې په وخت کې ښاغلي شيو جو شو او دده زوی شيو چيانګ په بېجينګ کې د چين د نامادی کلتوري ميراثونو په ځانګړی نندارتون کې ګډون درلود، هغه مهال د چين صدراعظم ون جيا باو ددوی د توليداتو ننداره کړی او ستاينه يی وکړه چې ددوی له خوا توليد شوې نانځکی ملي کلتوري نښه ده او بايد په پر له پسی توګه خپرې شي.

شيو جو چو او دده زوی په ١٩٩٦ کال کې په جانګ جو ښار کې د نانځکو په اړه يو هنري مرکز جوړ کړی . که څه هم د دغه مرکز پراخوالی يوازی دوه سوه مربع متره دی، خو د زيات شمېر هېوادونو او سيمو نندارچيان يې راجلب کړي دي.

په ٢٠٠٦ کال کې د کلتوري ميراثونو د ساتنې کارونو د پياوړتيا په اړه د چين حکومت په اړوند سند کې لومړی ځل د تاريخی توکيو پر ځای کلتوري ميراثونه ټاکل شوی دی. په ياد شوی سند کې هم ويل شوی چې په کلتوري ميراثونو کې مادی کلتوري ميراثونه او نامادی کلتوري ميراثونه دواړه شامل دی. د شفاهی ادبياتو دودونه، د نندارو بېلا بېل په زړه پورې هنرونه، دوديز لاسی مهارتونه او د چوان او کون اوپيراګان ټول د چين نامادی کلتوري ميراثونه دي. د چين حکومت پرېکړه کړې چې د هر کال د جون دوهمه شنبه د کلتوري ميراثونو د ورځې په توګه وټاکل شي. د دغې ورځې د رارسېدو په وخت کې به وګړيو ته د کلتوري ميراثونو په اړه معلومات ورکول کېږي.

د چين کلتور وزارت په ٢٠٠٧ او ٢٠٠٨ کال کې د کلتوري ميراثونو د ورځو په موده کې د هېواد په کچه د نامادي کلتوري ميراثونو د پروګرامونو د دوو ډلو څه د پاسه اووه سوه تنه وارثانو نومونه خپاره کړل او همدا رنګه په دی سره د وګړيو په زړونو کې د وارثانو د درناوی په هکله شعور پياوړی شوی دی. د روان کال د جون په ١١ نېټه د کلتوري ميراثونو له ورځې مخکې حکومت د نوې ډلې ٧١١ تنه وارثانو نومونه هم خپاره کړل .

د چين حکومت د وارثانو د اړوندو فعاليتونو د هڅولو او ملاتړ لپاره هم يو لړ تدبيرونه تر سره کړی او په پر له پسی توګه يې د نامادي کلتوري ميراثونو د ساتنې لپاره اړوند قانونونه جوړ کړي دي. اوس په چين کې د هېواد، ولايتونو، ښارونو او ولسواليو په کچو د نامادي کلتوري ميراثونو د ساتنې سيستمونه جوړېږي.

پنګ هوی هنګ د هه بی ولايت په يو پوهنځی کې د هه بی بانګ ځه په نامه د دوديز اوپيرا يوه ښوونکې ده . دی وويل (اواز ٢ )

زما په اند د اوپيرا ښوونې د اوبو د سرچينو په شان دی او حکومت بايد د غوره زده کوونکو د روزنې لپاره لازيات ملاتړ وکړي.

په روان کال کې د کلتوري ميراثونو د ورځې اصلي موضوع د کلتوري ميراثونو ساتل او د ساينس پرمختګ پياوړی کېدل دی. د اړوندو پوهانو په اند د څو پر له پسی کلونو کوښښونو او زيارونو له لارې د چين لرغونی هنرونو يو ځل بيا خوځنده توان او ځواک موندلی دی.

اړوند خبرونه او مضمونونه
تبصرې
خبرونه او پروګرامونه په غږ کې
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved.
16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040