د شينجيانګ د قورغاس بندر

cri     (GMT+08:00) 2009-07-07 10:35:45

د چين او قزاقستان ترمنځ په ګډه پوله کې د چين د لويدځې برخې تر ټولو لوی ځمکنی بندر يعنی د قورغاس بندر پروت دی چې د چين د بهرنۍ سوداګرۍ پرمختګ په برخه کې يو سل اته ويشت کلن تاريخ لري .ځکه چې دغه بندر د چين د لويديځې برخې ، منځنۍ أسيا او اروپا د سره يو ځای کولو يوه مهمه سوداګريزه لار ده .

خبريال د شنبې ورځې په ماښام دغه سل کلن بندر ته ورغلی او داسی حالت يې ليدلی چې زيات شمېر باروړونکی موټرونه د قزاقستان په لور روان دي . د دغه بندر د اداري کميټې مرستيال ليو جيان لين وويل چې د قورغاس بندر يو داسې بندر دی چې له دې لارې د جامو، د ژوند اړتيا وړ توکو، د غوښو، ميوو او سبو په ګډون توليدات صادريږي.هغه زياته کړه: زمونږ د درېدو ځای د چين په لويديځ کې بندر او د وطن دروازه هم ده او هاخوا قزاقستان دی . د قزاقستان له الماتا څخه د قرغيزستان د پلازمينې بيشکيک او د ازبکستان تر تاشکند پورې پراخه سيمه د منځنۍ اسيا بازاري مرکز او د اقتصادي پرمختګ تړانګه ده .الماتا او تاشکند زمونږ د بندر له خوا د صادرو شويو مالونو د لېږد رالېږد دوه مرکزونه دي.

د دغه بندر د اداري کميټې د يوې شمېرنې له مخې د روان کال له جنورۍ څخه تر اپريل پورې د دغه بندر له خوا د لېږدول شويو مالونو اندازه نژدې دوه لکه ټنو ته او سوداګريز ارزښت يې درې سوه او اويا مليونو امريکايي ډالرو ته رسېدلی دی. له دې څخه څرګنديږي چې نړيوال پولي بحران پر دغه بندر زياته منفی اغيزه نه ده کړې. ښاغلي ليو جيان لين د دې لامل په هکله وويل څرنګه چې اداري کمېټې مو د صادرو شويو توليداتو د صنعتي جوړښت د تنظينمولو، د بهرنۍ سوداګرۍ د بنسټيزو تاسيساتو د بشپړولو او د کرهڼيزو توليداتو د صادراتي اډې د أبادولو لپاره هڅه کړې ده.نو نړيوال پولي بحران زموږ بندر ته زيانونه نه دي رسولي. هغه زياته کړه: ځکه چې زمونږ بندر د کرهڼيزو توليداتو صادرات زياتوي او د روان کال په پيل کې د حکومت له پلان سره سم يې د سبو او ميوو د صادرولو لپاره ډېره هڅه کړېده، سربېره پردې موږ هم له قزاقستان سره خبرې اترې پياوړې کړې چې له امله يې د دواړو هېوادونو ترمنځ پر سوداګريز ې اندازې د نړيوال پولي بحران منفی اغيزې له منځه يووړل شوې دي په تېره بيا د بهرنې سوداګرۍ د ځينو تصديو توليدی چارې معياری شوی او ور څخه غوښتنه شوې چې د دوي توليدات د قزاقستان له بازاري اړتياوو سره سمون ولري او د توليداتو کيفيت او د زياتوالي ارزښت يې بايد تامين شي.

د روان کال له صادرو شويو توليداتو څخه دېرش سلنه مالونه نل ليکې دي چې دا د چين له لويديځ څخه ختيځ ته د طبيعي ګازو د لېږدولو د دوهم پړاو پروژې لپاره برابروي. له بهر څخه د چين له خوا د راغوښتل شوې لومړنۍ لويې نل ليکې په توګه دغه نل ليکه له ترکمنستان او قزاقستان څخه په تېردو سره د قورغاس بندر ته غزول کيږي او د دغې نل ليکې په وسيله د شينجيانګ او منځنۍ اسيا له خوا توليد شوی طبيعی ګاز د چين سترې برخې ته لېږدېدای شي.ښاغلي ليو وويل چې د دغې پروژې له بشپړتيا وروسته به هر کال د شپېتو مليارډو مکعب مترو په اندازه طبيعي ګازو چين ته وليږدول شي او د قورغاس بندر به د طبيعي ګازو د لېږدولو په برخه کې يو مهم مرکز وګرځي.

سربېره پردې په وروستيو کلونو کې دغه بندر په پر له پسې توګه خپل نوی ډول لولولی دی . د بېلګې په توګه په دغه بندر کې د سرحدی سوداګرۍ او صنايعو نوی ډول سيمې جوړې کړې او درېيم صنعت ته يې پرمختګ ور کړی دی چې په پايله کې قزاقيان د يوې ورځې لپاره بې له ويزې څخه د شيانو اخيستلو لپاره چين ته د ننوتلو اجازه لري څو چې د دواړو هېوادونو ترمنځ وړوکی سوداګری سمسوره شي.

اوس په قورغاس بندر کې د مالونو د لېږدونې ، سوداګرۍ او اقتصاد عصری مرکزونه او پاکې لارې ليدل کيږي . ښاغلي فان يا مين د مالونو د لېږدونې د يو شرکت مسئول دی او له ماشومتوب څخه يې د قورغاس بدلونونه ليدلي. هغه وويل : پخوا دلته يو ډېر کوچنی ځای و . اوسنې بڼه د خلکو له اټکل څخه وتلی ده .اوس قورغاس د يوې علاقه دارۍ په شان دی چې دا د قورغاس يو مستقيم ستر بدلون دی.

په راتلونکي کې به په قورغاس کې د سرحدي همکارۍ مرکز جوړ شي.د دغه مرکز له جوړېدو وروسته به نه يوازې سوداګريزې خبرې اترې او د توليداتو د ښودلو او پلورلو عمليات تر سره شي ،زيات شمېر توليدات ولېږدول شي ، د نړيوال سوداګرۍ او اقتصاد بېلا بېلې سميه ييزې غونډې به جوړې او لانورې امتيازي تګلارې هم غوره شي.

اړوند خبرونه او مضمونونه
تبصرې
خبرونه او پروګرامونه په غږ کې
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved.
16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040