د ٢٠٠٩ کال د سوله ايزې ښاپېرۍ په نامه د چين او ګابن ترمنځ ګډ طبي عمليات

cri     (GMT+08:00) 2009-07-13 20:33:15

 د ٢٠٠٩ کال د سوله ايزې ښاپېرۍ په نامه د چين او ګابن ترمنځ د بشرۍ طبي مرستندويه عمليات څو ورځې مخکې د ګابن د اوګوي اويندو په ولايت کې پای ته ورسېد. د چين د نورمان بتون د سولې روغتون او د چين د پوځي طبي اکاډمۍ شپږ شپېتو تنو ډاکترانو د ګابن له ډاکترانو سره يو ځای د ګابن په ډير ليری او ګوښه سيمه کې د طبي روزنې، ژغورنې او مرستې په برخو کې په دری مرحله ييزو ګډو عملياتو کې ګډون درلود. نو په نننۍ کړۍ کې به تاسو ته د دغو عملياتو په اړه لنډ مالومات وړاندې کړم.

ښاغلي نګوګهي ګابريل چې عمر يې شپږ شپېته کاله دي، په يو بي وزلی کلی کې اوسېږي او سترګې يې د ملغلرو اوبو د ناروغۍ له امله بيخی ړندې شوې چې په ژوند کې له ډيرو ستونزو سره مخامخ و. دوه مياشتې مخکې يې خبر واوريد چې د چين يوه طبي ډله به ګابن ته راشي. اوس د چين د ډاکترانو د جراحۍ عملياتو له لارې د ده په سترګو پردې ليری شوي او د ليدو قوه يې اعاده شوې ده چې له امله يې د راتلونکی ژوند لپاره نوی پلان جوړ کړ. ده وويل 

پوه نه شوم چې چا زما سترګې جوړې کړې، خو پوه شوم چې هغه يو چيني ډاکتر دي. غواړم چې د سترګو له جوړيدو وروسته په کر پيل کړم څو چې زما نهه لمسيان ښه وروزم.

ښاغلي ګابريل له عليماتو وروسته په درېيمه ورځ پخپله چکر وهلی شو. د چين د نورمان بيتون د سولې روغتون ډاکتر وانګ چاو ينګ د ښاغلي ګابريل د درملنې دنده پرغاړه اخيستې ده. هغه له دوو مرستيالانو لي شياو دونګ او جای هونګ وي سره د زياتو ناروغانو له سترګو څخه سپينې پردې وايستلې.

که څه هم ډاکتر وانګ چاو ينګ په چين کې د دغه ناروغۍ په اړه دری زره د جراحۍ عمليات تر سره کړي دي، خو په ګابن کې د اړوندو عملياتو په بهير کې له يو شمېر ستونزو سره هم مخامخ و. ځکه چې د عملياتو يو مهم ماشين له چين څخه ګابن ته د ليری واټن د نقل په بهير کې زيانمن شو، نو ډاکتر وانګ چاو ينګ يوازی په خپلو لاسونو عمليات تر سره کوي چې له دې امله د عملياتو خطرونه زياتېږي. خو وانګ چاو ينګ پر خپل تخنيک ټينګ باور لري . ده وويل 

زموږ په عملياتو کې د ټپ د پيوند تار د سرويښتې نه هم نری دی او عمليات تر ميکروسکوپ لاندې د سترګې په يو ډېر تنګ چوکاټ کې تر سره کېږي. نو د عملياتو کاميابۍ د ډاکترانو لوړو تخنيکونو ته اړتيا لري.

د ډاکتر وانګ چاو ينګ په مشرۍ په ګابن کې لومړی عمليات ژر تر سره شو. ښاغلي مبولا جوسيف د ځايې حکومت يو څارنوال و او لومړی ناروغ هم و چې د عملياتو له لارې د سترګو پردې ليرې شوې. هغه د ځای حکومت يو څارنوال و. يو کال مخکې يې پر سترګو د پردو د رامنځته کېدو له امله ړوند شو چې په پای کې يې د مجبوريت له مخې خپله دنده پرېښوده. هغه هيله لري چې د عملياتو له لارې خپله ناروغی جوړه کړي او ژر خپلو کارونو ته دوام ورکړی. د ښاغلي مبولا عمليات په بريالۍ توګه تر سره شو. له عملياتو وروسته په درېيمه ورځ د ده د ليدو ځواک اعاده شو. نو ډير وياړی چې د چين غوره ډاکترانو د ده لپاره کامياب عمليات تر سره کړی دی. ده وويل

ډير نيکمرغه او خوشحاله يم چې دغه عمليات په کامياب ډول تر سره شو. کله چې د عملياتو په مرکز کې ننوتم، باور يې درلود چې دغه عمليات به حتماُ بريالۍ شي. ځکه چې د چيني ډاکترانو تخنيک ډير ښه دی. نو دغه عمليات خامخا بريالۍ شي.

د عملياتو په ترڅ کې چينی ډاکترانو په وړيا ډول اتلس زره تنه ناروغان درملنه وکړه او دری سوه عمليات يې تر سره کړل. دغه راز د چين طبي ډلې ګابن ته زيات درملونه او طبي مالونه ورکړي دي. په ګابن کې پر سترګو د سپينو اوبو د ناروغۍ د رامنځته کېدو انډول زيات دی، نو د چين طبي ډلې ګابن ته د دغې ناروغۍ د درملنې په اړه زيات سامان الات او درملونه برابر کړل. ډاکتر لي شياو دونګ وويل

د جراحۍ عملياتو محدود دی، ځکه چې وخت مو لنډ دی. خو موږ ګابن ته شمېر کافی مالونه برابر کړي چې دغه سامان الات د سترګو د ناروغی په اړه يو روغتون سمبالولی شي. دغه راز اړوند درملونه هم تيار شوي دي. نو په راتلونکی کې د سترګو ناروغيو د درملنې لپاره مساعده زمينه برابره شوې ده.

اړوند خبرونه او مضمونونه
تبصرې
خبرونه او پروګرامونه په غږ کې
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved.
16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040