د شانګهای د نړيوال نندارتون له پيل څخه د دری سوه ورځو په موده کې په چين کې ډول ډول فعاليتونه تر سره شوی

cri     (GMT+08:00) 2009-07-14 16:16:55

ګرانو اورېدونکو، د ٧ کلونو له چمتوالي وروسته اوس د ٢٠١٠ کال د شانګهای نړيوال نندارتون د تياري کارونه وروستنی پړاو ته رسېدلی دی. د جولای تر پنځمې نېټې پورې د شانګهای د نړيوال نندارتون پيل ته يوازې دری سوه ورځې پاتې دي. نړيوال نندارتون ته د ننوتلو په نامه يو لوی نندارتون د شانګهای د نړيوال نندارتون د يو تبليغاتي فعاليت په توګه په بېجينګ کې پرانيستل شو. په عين وخت کې د شانګهای د نړيوال نندارتون د داوطالبانو د خدمت ستر عمليات هم په شانګهای کې تر سره شوی چې نوم يې دی موږ له تاسو سره يو ځای ولاړ يو. د شانګهای د نړيوال نندارتون جوړونکو ژمنه وکړه چې په راتلونکو دری سوه ورځو کې به په ښه توګه د نندارتون د ودانيو د ابادۍ ، د نندارو د طرح کولو او د تياريو کارونه تر سره کړي.

نندارچيان د بېجينګ د پلازمېنې په موزيم کې نړيوال نندارتون ته د ننوتلو په نامه د لوی نندارتون له لاری د نړيوال نندارتون د ډګرونو او د بېلا بېلو هېوادونو د نندارو د لايحو په اړه معلومات تر لاسه کولی شي. په دغه نندارتون کې هم د لومړۍ ځل لپاره د چين او بريتانيا په ګډون د ٥٩ هېوادونو د ودانيو نمونه ايښودل شوی دی .

د چين د کمونست ګوند د شانګهای د ښاري کميټې منشی او د شانګهای د نړيوال نندارتون د اجرائيوی کميټې مدير يو جنګ شنګ وويل چينايان په دی هڅه کې دي چې تر خپلې وسې پورې يو بريالی او په زړه پورې نړيوال نندارتون جوړ کړي.

نړيوال نندارتون ١٥٨ کاله تاريخ لري او په ٢٠١٠ کال کې به د لومړۍ ځل لپاره په يو پرمختيايي هېواد کې تر سره شي. د روانې مياشتې تر پنځمې نېټې پورې ٢٣٩ هېوادونو او نړيوالو سازمانونو تائيد کړه چې د شانګهای په نړيوال نندارتون کې به ګډون وکړي. دا به په تاريخ کې يو تر ټولو لوی نړيوال نندارتون وي، خو اوس د نړيوال پولي بحران د خپرېدو په حال کې دی، نو د شانګهای د نړيوال نندارتون بېلا بېل کارونه هم له ستونزو سره مخامخ دي. د شانګهای د نړيوال نندارتون اداری وياند شيو وی د سي ار ای راډيو سره د مرکې په ترڅ کې وويل د شانګهای پر نړيوال نندارتون د پولي بحران مستقيمه اغېزه نه شته او بېلا بېل هېوادونه په فعاله توګه چمتو کوي.

(اواز ١ )

په نړيوال نندارتون کې ګډون يو دولتی چلند دی او نړيوالو ته د يو هېواد د څېرې له ورپېژندلو سره اړيکې لري . نو بېلا بېل هېوادونه په فعاله توګه په نړيوال نندارتون کې ګډون کوي.

ښاغلي شيو وی وويل د شانګهای د نړيوال نندارتون د بازار د پرمختګ کارونه تېر کال په بنسټيزه توګه بشپړ شول ، خو د دغه نندارتون جوړونکي به په پر له پسی توګه پر ګډون کوونکو هېوادونو د پولي بحران اغېزې اوله نړيوال نندارتون څخه د بهرنيو سيلانيانو د ليدنې حالاتو ته پاملرنی وکړي. بر سيره پر دی ، له دې امله چې په وروستيو ورځو کې د ای ډول اېچ يو ان يو والګي د خپرېدو په حال کې دی ، د شانګهای نړيوال نندارتون به د روغتيا له سازمانونو سره همکاری وکړي چې د دغې والګي د مخنيوي او کنټرول کارونه تر سره کړي.

د روانې مياشتې په ٥ نېټه په شانګهای کې د نړيوال نندارتون د داوطالبانو د خدمت ستر عمليات هم تر سره شوی چې نوم يې و موږ له تاسو سره يو ځای ولاړ يو . داوطالبانو د معيوبينو او ځانګړو ماشومانو لپاره د خيرښېګڼې فعاليتونه تر سره کړل. تر اوسه پورې د نړيوال نندارتون لپاره څه د پاسه ٣٠٠ زره تنو دواطالبانو خپل نومونه ثبت کړی دي.

د شانګهای د نړيوال نندارتون موده د ٢٠١٠ کال د مې له لومړۍ نېټې څخه د اکتوبر تر ٣١ نېټې پورې ده. د چين د کمونست ګوند د شانګهای د ښاري کميټې منشی او د شانګهای د نړيوال نندارتون د اجرايوی کميټې مدير يو جنګ شنګ وويل نړيوال نندارتون به تر دری سوه ورځې وروسته په شانګهای کې پرانيستل شي، هغه هيله څرګنده کړه چې د نړۍ بېلا بېلو هېوادونو خلک به د چين ژوره دوستي او مېلمه پالنه احساس وکړي.

(اواز ٢ )

موږ به له بېلا بېلو خواوو سره همکاری پياوړي کړو، د ښار چاپيريال د ښه والی لپاره به کوښښ وکړو او په هر اړخيزه توګه د خدمت سويه لوړه کړو.

اړوند خبرونه او مضمونونه
تبصرې
خبرونه او پروګرامونه په غږ کې
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved.
16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040