په شينجيانګ کې د تورپان سيمه

cri     (GMT+08:00) 2009-07-28 14:51:20

تورپان د شينجيانګ د اويغوری قوم د خپلواکې سيمې په منځنۍ برخه کې پروت دی چې دغلته هم اباد ځايونه شته او هم صحرايي سيمې ، ځانګړی طبيعی ايکلوژيکی چاپيريال تر سترګو کېږي او لرغونې مقبرې، ډبرين غرونه، ديوالي انځورونه او نور ډېری لرغوني کلتوری أثار موجود دي .

په تورپان کې د لمر د وړانګو مرحله اوږده ده ، خو باران يې لږ دی او د ورځې او شپې ترمنځ د هوا د تودوخې توپير زيات دی . ويل کيږي چې دلته سهار پمبه يی جامې اغوندي ، خو غرمه د ګرمۍ له امله يې لېری کوي .د دوبي په موسم کې د تودوخي تر ټولو لوړه درجه له ٤٠ څخه اوړي چې د هېواد له نورو ځايونو څخه تود دی او د اور په نامه غرنی سيمه کې د ځمکې په سطح تر ټولو لوړه درجه اتياوو ته رسېدلې وه .

د اور غرونه له لويديځ نه ختيځ ته د تورپان کاسې په منځنۍ سيمې کې پراته دي چې سپېره غرونه دي او د دوبي په موسم کې ډېر ګرم دی . لويديځ ته د سفر په نامه ناول کې کيسې په دغو غرونو پورې اړه لری.

د اور غرونه

که څه هم د اور غرونو په سطح ځمکه لوڅه ده او هيڅ نباتات او بوټې پکې نشته ، خو د غرونو په درو کې د پاکو روڼو اوبو ويالې بهيږي او د انګورو دره هم د اور غره په لويديځ کې پرته ده چې د انګورو کرلو له امله ډېره مشهوره ده .په سوزوونکې ګرمۍ کې د انګورو له خوړلو څخه ښه خوند اخيستی شی. په تورفان کې څلور سوه هېکتاره کرنيزې ځمکې شته او نيمه برخه يې د انګورو باغونه دي چې پنځه سوه ډولونه انګور پکې روزل شويدي. څرنګه چې دلته وچه سيمه ده او د سهار او شپې ترمنځ د تودوخې درجه ډيری توپير لری ، نو انګور يې ډېری خواږه دي .

 

د انګورو دره

بر طبيعي منظرو سربيره په تورپان کې نوي کلتوري اثار هم موجود دي چې د اور غره په لمن هغه ډبرين غارونه ورڅخه يو دی چې بيزيکليک نوميږي او ښکلي ديوالي انځورونه پکې ليدل کيږي . دغه غارونه يو نيم زر کاله دمخه کيندل شوي او د کښل شويو انځورونو پراخوالی يې يو زر او دوه سوه مربع متره دی چې د بودايي کيسو له مخې له زرو نه د زياتو بوتانو انځورونه کښل شوي او يوه کلتوري او هنري خزانه ګڼل کيږي.

د بيزيکليک په نامه د زرو بوډايي مجسمو غارونه

  

اړوند خبرونه او مضمونونه
تبصرې
خبرونه او پروګرامونه په غږ کې
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved.
16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040